د لاس رسي وړ اتصالات

بشري حقونو اسدالله خالد له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړی


د بشري حقونو نړیوال سازمان د افغانستان د دفاع وزارت سرپرست اسدالله خالد له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورن کړی دی.

د بشري حقونو نړیوال سازمان چې دفتر یې په نیویارک کې دی د شنبې په ورځ د«مرغومې پر ۲۲مه» په یوه راپور کې ویلي چې اسدالله خالد چې په کندهار کې والي و شخصي زندانونه لرل چې د ماموریت له پیل څخه تر دامهاله لا یو شمېر کسان ورک دي.

دغه سازمان وايي، چې ښاغلی خالد په کندهار او غزني کې د والیتوب پرمهال له خلکو سره بد چلند کړی او هغوی یې ځورولي دي.

راپور وايي چې اسدالله خالد د قربانیانو کورنۍ ګواښلي وې او ورته ویلي یې و که چیري په دې اړه څه ووايي وبه یې وژني.

د بشري حقونو نړیوال سازمان ویلي چې افغان حکومت د ښاغلي خالد د محاکمه کولو اراده نه لري، او له افغان حکومت سره له نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو څخه یې غوښتي چې د ښاغلي اسدالله خالد په محاکمه کولو کې مرسته وکړي.

دغه سازمان ویلي چې د امریکا متحده ایالات او کاناډا د دغه هېوادونو د قانون له‌مخې قانون ته د اسدالله خالد د سپارلو توان لري او ورڅخه غوښتې دي چې په دې برخه کې لاس په کار شي.

د بشري حقونو نړیوال سازمان له اروپايي ټولنې هم غوښتي چې پر افغان حکومت جدي بندیزونه ولګوي او له دغه هېواد سره خپلې مالي مرستې بندې کړي.

اسدالله خالد د پخواني‌ ولسمشر حامد کرزي په حکومت کې د کندهار او غزني والي او د څه مودې لپاره د ملي امنیت عمومي رئیس و چې وروسته یې په یوه انتحاري حمله کې د اخیستو ټپونو له امله دنده له لاسه ورکړه.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د روانې میاشتې پر اتمه نوموړی د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست په توګه وټاکه.

امریکا غږ پر له پسې په دې اړه له دفاع وزارت سره اړیکه ونیول خو هغوی په دې اړه زموږ سره له خبرو کولو ډډه وکړه.

د بشري حقونو نړیوال سازمان پر داسې مهال ښاغلی خالد له بشري حقونو څخه په سرغړونو تورنوي چې ښاغلي خالد د روانې میاشتې پر اتمه په دفاع وزارت کې د یوه غونډې پرمهال له افغان دفاعي ځواکونو وغوښتل چې له جنګي زندانیانو سره ښه چلند وکړي.

هغه وویل: "لکه څنګه چې له دښمن سره په بې رحمۍ عمل کوی په هماغه اندازه د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوي، له جنګي زندانیانو سره سره ښه چلند چې زموږ له شرعي او قانوني دندو څخه دی د بشري حقونو په نظر کې نیولو سره کوښښ‌ وکړئ."

اسدالله خالد د پاکستان ضد څېره او د طالبانو په وړاندې په تندو څرګندونو مشهور دی.

XS
SM
MD
LG