د لاس رسي وړ اتصالات

افغان حکومت د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره نوي امنیه قوماندانان وټاکل


نوي ټاکل شوي امنیه قوماندانان
نوي ټاکل شوي امنیه قوماندانان

افغان حکومت په ۲۹ ولایتونو کې د ۱۰۰ ولسوالیو لپاره ۱۰۰ نوي امنیه قوماندان وټاکل.

د ملي امنیت شورا دفتر امنیتي سکتور د رهبرۍ انکشاف او تزکیې رئیس ضیا عاصي ویلي چې ولسمشر غني د ۲۵۸ ولسوالیو لپاره د نویو امنیه قوماندانانو د ټاکل کېدو لارښوونه کړې وه.

نوموړي تېره شپه د یادو قوماندانانو د معرفي کېدو په اړه په ارګ کې نیول شویو مراسمو ته ویلي چې د ولسمشر غني د لارښوونې پر بنسټ ټاکل شوې کمېټې له څه باندې ۶۰۰ بریدملانو څخه ازموینه واخیستله چې په وینا یې ۱۰۰ تنه یې بریالي شول.

له ارګ څخه په خپره شوې اعلامیه کې د نوموړي له قوله راغلي: "د جمهور رئیس د قاطع او صریحې لارښوونې پر بنسټ د ۲۵۸ ولسوالیو امنیه قوماندانیو د رهبرۍ د تغییر کار پیل شو او کمېټې له ۴۵ ورځې کار او د کابو ۶۰۰ تنو بریدملانو او ارشد افسرانو له ارزونې وروسته، ۱۰۰ تنه بریالي وارزول او په ۲۹ ولایتونو کې امنیه قوماندانان تعیین شول."

ولسمشر غني نویو ټاکل شوو امنیه قوماندانانو ته په خطاب کې ویلي چې له عامو خلکو سره به د دوی چلند نرم او دښمن لپاره سوک وي: "ولسوالیو ته د دوی په ورتګ سره به هلته داسې انګېزه، مدیریت، تعهد او خوځښت راشي چې د افغانستان په تاریخ کې به بېساری وي."

ښاغلي غني ویلي چې نوي امنیه قوماندانان د وسله وال پوځ د اعلی سرقوماندان ملاتړ له ځان سره لري.

دا لومړی ځل دی چې په دومره لوی شمېر کې کسان د ولسوالیو لپاره د نویو امنیه قوماندانانو په صفت ټاکل کیږي.

XS
SM
MD
LG