د لاس رسي وړ اتصالات

کروناویروس تر ۲۸ ورځو ژوندی پاته کیږي- څیړنه 


یوې نوې څیړنه ښیي چې کروناویروس په یو شمیر ځایونو باندې په سړه هوا او تیاره کې تر ۲۸ ورځو پورې هم ژوندی پاته کیږي.

د استرالیا د علومو د ملي ادارې څیړونکو د سه شنبې په ورځ اکتوبر ۱۳ (تلې ۲۲) د خپلو نویو موندنو په خپرولو سره ویلي چې په تیاره چاپیریال او د حرارت په دریو مختلفو درجو کې د کروناویروس د ژوندي پاته کیدو او دوام په اړه څیړنو ښودلې چې دغه ویروس په سوړ چاپیریال کې زیات او په ګرمه هوا کې کم ژوند کوي.

د استرالیایي پوهانو د موندنو په بنسټ د کروناویروس د سانتیګراد د شلو درجو حرارت په چاپیریال کې "ډیر زیات قوي" وي او د هغوی په وینا دغه ویروس په تیاره محیط کې چې حرارت د سانتیګراد ۲۰ درجې وي په هوارو سطحو لکه موبایل، پلاستیک او اوسپنې باندې تر ۲۸ ورځو پورې ژوندی پاته کیدای شي.

پوهانو همداشان ویلي دي چې د سانتیګراد په ۳۰ درجو ګرمۍ کې د کروناویروس دوام او ژوندي پاته کیدل اوو ورځو ته او د سانتیګراد په ۴۰ درجو حرارت کې یې ژوند ۲۴ ساعتونو ته راټیټیږي.

دغې څیړنې همداشان ښودلي چې دغه ویروس په منفذ لرونکو سطحو لکه د کتان ټوکر او نورو باندې لږ ژوندی پاته کیږي چې د سانتیګراد په شلو درجو کې تر ۱۴ ورځو او په ۴۰ درجو کې له ۱۶ ساعتونو لږ ژوندی پاته کیدای شي.

خو بیا هم استرالیایي پوهانو ویلي دي چې که څه هم په کروناویروس ککړې مختلفې سطحې کیدای شي انسان ته کروناویروس انتقال کړي، خو انسانان پخپله ددغې وژونکې ناروغۍ د انتقال عمده منبع دي.

دغه نوې څیړنه د کروناویروس د مخکنیو څیړنو د اټکلونو په پرتله ډیر مقاومت کوونکی او دوامدار ښيي .

د کروناویروس څومره عمر لري؟

د استرالیایي پوهانو د رپوټ له خپریدو څخه څو ورځې دمخه د جاپان د کیوتو د طب پوهنتون رپوټ ورکړ چې د انسان پر پوټکي باندې د کروناویروس د هغه څه څخه چې دمخه فکر کیده زیات ژوندی پاته کیدای شي.

جاپاني پوهانو ویلي دي چې د کروناویروس د انسان پر پوټکي باندې تر ۱۱ ساعتونو پورې ژوندی پاته کیږي، خو باید وویل شي چې پر ویروس باندې د ککړ پوټکي مینځل په ځانګړې توګه لاسونه د ۲۰ ثانیو لپاره پر اوبو او صابون باندې پریمنځل یا پر ضد عفوني موادو باندې د جلد پاکول د ویروس د له منځه تللو سبب کیږي.

کروناویروس چې د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې د لومړي ځل لپاره په چین کې خپور شو د امریکا د جانس هاپکینز پوهنتون د شمیرو له مخې د سه شنبې د ورځې تر سهاره په نړۍ کې ۳۷.۹ میلیون کسان پرې اخته شوي او نژدي یو میلیون او ۸۲ زره کسان یې مړه کړي دي.

XS
SM
MD
LG