د لاس رسي وړ اتصالات

د ننګرهار نوي والي کار پیل کړ


د ننګرهار نوي والي کندوزي وویل،چې دځمکو دغصب،فساد او نا امنۍ پر وړاندې به کلکه مبارزه کوي.
د ننګرهار نوي والي کندوزي وویل،چې دځمکو دغصب،فساد او نا امنۍ پر وړاندې به کلکه مبارزه کوي.

دسیمه ییزو ارګانونو دخپلواکې ادارې مشر غلام جیلاني پوپل نن دننګرهار لپاره نوی ټاکل شوی والي سلیم خان کندوزی دېوې غونډې په ترڅ کې ددغه ولایت مامورینوته وپیژنده.

جمهوررئیس محمد اشرف غني تیره اونۍ د اتو ولایتو لپاره نوي والیان ،ټاکلي چې په کې د دوو ختیځو ولایتونو کونړ او ننګرهار لپاره نوي والیان هم شامل وو.

ښاغلي کندوزي وویل،چې دځمکو دغصب،فساد او نا امنۍ پر وړاندې به کلکه مبارزه کوي.

د ننګرهار والي وویل چې دامنیتي ځواکونو تر منځ به دهمغږۍ لپاره به کار وکړي، ځوانانو ته به د کار موندنې په برخه کې هڅې وکړي او هم به په دغه ولایت کې برېښنا د نه شتون ستونزو لپاره د حل لارې ولټوي.

دننګرهار ولایتي شورا مرستیال ناصر کامه وال غونډې ته په وینا کې د نوي والي وغوښتل چې د دغه ولایت په ادارو کې له پخوا څخه پاتې شوې،څیرې دې نوې کړي، دمافیايي کړیو پر وړاندې دې مبارزه وکړي او په اداري چارو کې دې له سازشونو څخه ډډه وکړي.

نوي ټاکل شوي والي ژمنه وکړه،چې دغه ټولو برخو ته به پام کوي.

د سیمه ایزو ارګانو د خپلواکي ادارې رئیس غلام جیلاني پوپل د نوي والي د پیژندلو غونډې ته په وینا کې وویل چې حکومت په دې کار کوي چې د والیانو واکونه زیا ت شي او هم والیان د پرمختیایې پروګرامونو لپاره بودیجه هم ولري.

په ننګرهار کې په وروستیو میاشتو کې ناامني زیاته شوې ده.

ددغه ولایت د ولایتي شورا غړي وایي چې د ناامنۍ ترڅنګ د زورواکو له خوا د دولتي ځمکو د غصب مسله د دغه ولایت خلکو ته خورا زیاتې ستونزې را ولاړې کړي دي.

په ننګرهار کې سیمه ایز مشران وایي چې یوازې د ننګرهار د کانال تر لس زره جریبه ځمکه زورواکو غصب کړې ده.

XS
SM
MD
LG