د لاس رسي وړ اتصالات

سي اې پي جي: نوامبر کې د ملکي افغانانو مرګ ژوبله کمه وه


د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې د تیر نوامبر په میاشت کې بیا هم په ډیر شمیر ښځې اوماشومان وژل شوي دي.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ"سي اې پي جي " د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په اړه د نوامیر د میاشتې راپور کې چې نن د یکشنبې په ورځ خپور شوی،د اوړمې میاشتې پرتله د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په کچه کې د پام وړ کموالی ښودل شوی.

د دې ادارې د راپور له مخې د تیر نوامبر په میاشت کې د افغانستان په ۱۷ ولایتونو کې ۱۰۴ ملکي افغانان وژل شوي او ۱۸۱ نور ټپیان شوي دي.

"سي اې پي جي" وايي چې د اکتوبر په میاشت کې په افغانستان کې۲۰۰ملکي وګړي وژل شوي او ۲۳۵ تنه نور ژوبل شوي وو.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ چې مدني او غیرې حکومتي بنسټونه په کې غړیتوب لري او د ملکي وګړو د سر ساتنې لپاره د عدالت غوښتنې په برخه کې کار کوي، وايي چې په نوامبر میاشت کې ډیرملکي وګړي په ننګرهار، کابل، پروان، کندوز او هلمند ولایتونو کې مړه او ټپیان شوي دي.

د دغه بنسټ مشر عزیزاحمد تسل امریکا غږ اشنا راډیو ته وویل چې د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د نوامبر د میاشتې شمیرنې د اکتوبر د میاشتې پرتله په افغانستان کې د ملکي وګړو په مرګ ژوبله کې کمی ښيي.

ددغه ګروپ د پلټنو له مخې د نوامبر میاشت کې د ملکي وګړو زیاته مرګ ژوبله د ځانمرګو او بمي بریدونو له امله پیښه شوې، چې ورپسې د بهرنیو او افغان ځواکونو هوایی بمبارۍ په یو شمیرولایتونو کې ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.

"سي اې پي جي " وایي، که څه هم د روان ۲۰۱۷ کال لومړنۍ میاشتې د ملکي خلکو لپاره د ځانمرګو او موټربم بريدونو له کبله خونړۍ یادې شوې خو په دې وروستیو میاشتو کې د بهرنیو او افغان ځواکونو بمباري او هاوان مرمۍ هم د دې لامل شوې چې ګڼو ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوي.

د "سي اې پي جي"د نوامبر د میاشتنۍ پلټنې ښيي چې په ننګرهار کې په تېره یوه میاشت کې شپږ داسې امنیتي پېښې رامنځه شوې چې په کې ۵۳ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې بیا د ننګرهار وروسته کابل یو ځل بیا د خونړیو پېښو شاهد و، په تېرنوامبر میاشت کې کابل کې ۵۱ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې چې اته تنه وژل شوي او ۴۳ نور ژوبل شوي دي.

خوندیتوب اوعدالت غوښتنې ګروپ په تېره میاشت کې د ملکي وګړو په ځانګړې توګه د ماشومانو په مرګ ژوبله چې د تېرو میاشتو په پرتله په نوامبر کې زیاته وه اندېښنه ښودلې او په جګړه کې يې پر ښکيلو غاړو غږ کړ چې نړیوال قوانین دې مراعات کړي.

د ملکي وګړو د خونديتوب او عدالت غوښتنې ګروپ "سي اې پي جي" سربیره افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یوناما هم په هر دریو میاشتو کې د ملکي افغانانو د مرګ ژوبلې په هکله راپورونه خپروي.

ټاکل شوې چې یوناما به ۲۰۱۷ د وروستیو دریو میاشتو راپور بله میاشت خپور کړي.

XS
SM
MD
LG