د لاس رسي وړ اتصالات

سفیر کننگهم: د افغانستان مسئله بیړنی حل نلري


 په افغانستان کې د مریکا پخوانی سفیر جیمز کننگهم
په افغانستان کې د مریکا پخوانی سفیر جیمز کننگهم

په پاکستان کې د طالبانو او حقانی له ډلې سره له انعطاف او نرمش نه کار اخیستل په خپل وار بغاوت تغذیه کوي.

د جنوبي آسیا او افغانستان په اړه د ولسمشر ټرمپ د تګلارې تر اعلانېدو وروسته په کابل او نورو هېوادونو کې یو لړ بحثونه پیل شوي دي. په افغانستان کې د امریکا پخواني سفیران او یو شمیر کارپوهان د جنوبي آسیا او افغانستان په اړه د سپينې ماڼۍ د نوې تګلارې پر دقیقو عملي کېدو ټینګار کوي.

په واشنګټن ډي سي کې دافغانستان لپاره د نوې تګلارې په باب پخواني سفیر جیمز کننګهم په یوې غونډې کې وویل د کابل په اړه د واشنګټن تازه پالیسي ډیر وضاحت لري. امیدونه او فرصتونه داوړه پکې شته دي.

پخواني سفیر جیمز کننگهم وویل دی فکر کوي چی ددې نوې ستراتیژۍ له امله اوس د امریکا او نړۍ والو متحدینو لپاره ډیر مهم فرصتونه په مخکې پراته دي. تردې لا مهمه داده چی د افغانستان په مخکې هم ډیر مهم فرصتونه موجود دي چې گټه ترینه واخلي.

په افغانستان کې دامریکا پخوانی سفیر جیمز کننگهم د ٢٠١۴ کال د آگست په میاشت کې دهغه وخت د بهرنیو چارو له وزیر جان کیری سره په هلیکوپټرکې د کابل د سفارت په لور سفر کوي. ٢٠١۴ کال د اگست ٧ مه نېټه.

په افغانستان کې دامریکا پخوانی سفیر جیمز کننگهم وویل: په تاسې کې اکثره خلک په دې پوهېږي چې ما له پخواراهیسی دا استدلال کړیدی، چې امریکا دې دافغانستان دامینت او ثبات په اړه داوږدې مودې لپاره څرگند تعهد ولري.

د ټرمپ حکومت د نوې ستراتیژۍ په اعلانولو سره د اوړي په اخر کې ددې کار لپاره په سمه لاره د تلو زمینه برابره کړله.

سفیر کننگهم زیاته کړله چې یوشمیر کسان په نوې ستراتیژۍ انتقاد کوي او اکثره وخت زه په ر سنیو کې دا جمله لولم چې " افغانستان د امریکا ترټولو اوږده جگړه ده."

زه به دا ووایم چی دا اوسنۍ کړنلاره د کیفیت له پلوه تر پخواني کړندود ډیر توپیر لري او په مثبت لوري روانه ده. که دافغانستان مسلې ته دامریکا داوږه جنگ په نظروکتل شي نو سمه ارزونه نه ښکاري. ددی په ځای که دامریکا اوږد شخړه ووایو سمه بریښي.

داځکه سمه ده چی له ترهگرۍ او رادیکال، متشدد اسلامي افراطیت سره اوږده شخړه په مخکې لرو.

جیمز کننگهم وویل: نو داشخړه ده، اوافغانستان ددې شخړې جز دی. پکارده چی موږ په دې ځانونه پوه کړو چې دا دواړه له یوبل نه جلا کېدلی نشي او یو پر بل اغېزې لري. ترهگري اوافراطیت په افغانستان او سیمه کې پرحالاتو اغېزې لري. که افغانان بریالي شي او که موږ بریالي شو نو د افغانستان حالات په پراخه نړۍ واله مسله باندې اغېزې لري.

سفیر کننگهم زیاته کړله چې دافغانستان ستونزه یوه نظامي ستونزه نده چې نظامی حل لاره ولري. دایوه سیاسی، ایډیولوژیکه اوکولتوري ستونزه ده چی له نظام نه راولاړه شوېده. له همدې امله دافغانستان مسله د حل بیړنۍ لاره نلري.

سفیر کننگهم د اوباما او ټرمپ ددوری د ستراتیژیو د یوڅو مهمو توپیرونو په اړه وویل:

اول له ډیرو کلونو نه وروسته د امریکا دمرستو او ملاتړ تعهد ډیر واضح دی. پخوا نه یوازې افغانان بلکه د سیمی خلک هم په دې نپوهیدل چې امریکا به په افغانستان کې څه وکړي.

ولسمشر اوباما تقریبا د ټولو امریکايی قواو دایستلو لپاره وروستۍ نیټه ټاکلې وه، له نیکه مرغه زما په نظر، هغه بالاخره دا ومنله چی دا ډیره عاقلانه لاره نه وه.

په افغانستان کې دامریکا پخوانی سفیر جیمز کننگهم وویل: ددغه وضاحت موجودیت داوباما دادارې په اخرو کلونو او اوس د ټرمپ په اداره کې یوډیر مهم اومرکزي عامل دی چې موږپرې آینده ودانولی شو.

د کابل په اړه د واشنګټن نوې تگلاره ډیره واضح ده
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:14 0:00

دویم مهم بدلو ن د عسکرو د کوچني او اضافی شمیر په اړه دی. زه هره ورځ دا لولم چې که موږ داجگړه د ١٥٠ زرو عسکرو په موجودیت کې ونه گټله نو دا اوسنی کوچنی شمیر لس یا یوولس او دیارلس زره به څه ډول بدلون راولي.

سفیرکننگهم استدلال کوي چې اصلی خبره داده چې هغه ١٥٠ زره عسکر ددې لپاره افغانستان ته نه و لیږل شوي چې دا جگړه وگټي، بلکه دهغوی وظیفه داوه چې په افغانستان کې ثبات راولي؛ څو افغانان د خپل هېواد د اکثریت برخو دامنیت مسوولیت په غاړه واخیستلی شي، او جگړې ته په خپل قوت ادامه ورکړي.

هغه ١٥٠ زره قواوې هلته ددې لپاره نه وې چې طالبانو ته ماتې ورکړي او یا بغاوت له هېوادنه وباسي.

دهغوی وظیفه داوه چی د ثبات یوه فضا منځته راوستلی شي چې دهغی پربنسټ حکومتي ظرفیتونه ودان شي.

سفیر کننگهم وویل هغه کم شمیر عسکر چې زیات شوي دي او د امریکا د قوماندانانو لپاره چې کوم نرمش او انعطاف برابر شویدی، هغه به زموږ قواو ته دا قابلیت ورکړی چی دافغانستان له قواو سره ملاتړ او مرستې لا موثرې کړي.

افغان قواو ته د روزنې او سلامشورو برابرول به زیاتره په هوايی او استخباراتي برخو کې موجودې خلاگانې ډکې کړي او دهغوی وړتیابه زیاته کړی.

ډیر خلک داسی فکر کوي چی دابه تقریبا ناممکنه وي چې طالبان د سولې جدي مذاکراتو ته ر اوبلل شي. ځکه دایو حقیقت دی چې له طالبانو او د حقانی ډلې سره په پاکستان کې له ا نعطاف او نرمش نه کار اخیستل کېږي. د اکار په خپل وار بغاوت تغذیه کوي.

په افغانستان کې دامریکا بل پخواني سفیر انټوني وېن وویل دی د هغو کسانو په ډله کې و چی ویل ېې له افغانستان سره د مرستو تداوم سمه لاره ده او پکارده عمل پرې و‍شي. هغه وویل ده څو شیان په نظر کې نیولی دي چی پکارده عملی کولو ته ېې پام وشی.

په افغانستان کې دامریکا پخوانی سفیر انټوني وین وویل: یوشی چی ډیرزیات د توجه وړ دی، هغه په افغانستان کې دننه نظامي مرسته ده. په دې کې دقواو عملی ملاتړ او د ظرفیتونو لوړول دواړه شامل دي. د دغو دواړوبرخو ملاتړ عاجل نتایج منځته نشي راوستلی ا و نه ټول حالات بدلولی شي.

دامریکا پخواني سفیر انټونی وېن د دیپلوماتیک مهارت او ظرفیت په لرلو او لوړولوباندې په افغانستان کې دننه ټینگار وکړ. هغه وویل: دافغانستان سیاست ډیر پېچلی دی. موږ او تاسې ټولو ته معلومه ده چی هلته گڼې ډلې ټپلې دي، دانتخاباتو لپاره ارز و شته ده او دا دیوشمیر نویو قوانینو ا و سیاسی توافقاتوغوښتنه کوي. داټول شیان په اسانه نشی سرته رسیدلی."

په افغانستان کې دامریکا پخواني سفیر کننگهم په پای کېوویل بله مهمه مسله داده چې دټرمپ اداره افغانستان ته د سیمې د هېوادونو د گټو په تناظر کې گوري. دافغانستان د ستونزو داوارولو لپاره سیمه ئیزو اندېښنو ته هم پام کوي.

د ولسمشر ټرمپ له نوې ادارې سره نوي فرصتونه منځته راغلي دي. هغه هیله څرگنده کړه چې له پاکستان سره په همکارۍ ددې ستونزې لپاره د حل لاره پېدا کړو.

XS
SM
MD
LG