د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د ملکیانو د مرګ ژوبلې علت یاغیان دي


نیویارک ټایمز: د ملکیانو د مرګ ژوبلې علت یاغیان دي
نیویارک ټایمز: د ملکیانو د مرګ ژوبلې علت یاغیان دي

د نیویارک ټایمز ورځپانې په خپلې ننې ګنې کې په افغانستان کې د ملکي خلګو د مرګ ژوبلې د ډیریدو په هکله یو مضمون خپور کړی دی.

په دغه مضمون کې راغلي دي چې د یاغیانو په بریدونو کې چې په دې ورستیو ورځو کې یې ترسره کړي دي ګن شمیر ملکیان وژل سوي دي. خو ورځپانه وایی چې یاغیان د پوځي اهداف په نښه کولو کی بیا پاته راغلي دي.

نیویارک ټایمز وایي چې په تیرو دوو کلنو کې د یاغیانو په بریدونو کی زیاتوالی راغلی دی. دا په داسی حال کې ده چې د زیاتره ملکیان د وژلو علت بیا د یاغیانو بریدونه دي.

یاده سوی ورځپانه په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د یو راپور پر بنسټ چې د جون په میاشتې کې یی د ملګرو ملتونو سر منشي ته وړاندی کړی وه وایي چې په ۱۰۰ کی ۸۰ ملکي مرګ ژوبله د ((حکومت ضد عناصرو)) په بریدونو کی اوښتې ده.

ورځپانې د یاغیانو د هغه بریدونو نه چې په تیرو څو ورځو کې یی کړي هم یادونه کړې. دغه بریدونه په هرات، کندهار، روزګان او هلمند کې سوي دي چې ملکي افغانانو ته یی مرګ ژوبله اړولې ده.

نیویارک ټایمز د ملګرو ملتونو د راپور له مخې وايي چې ملکیانو ته تر بل هر څه د سړک د غاړې بمونو مرګ ژوبله ډیره اړولې ده.

د سړک د غاړی د بمونو نه ورسته بیا ترټولو ډیر ملکی افغانان په ځانوژونکی بریدونو کی وژل سوی دی.

کوم وخت چی دغه ځانمرګی برید کوونکی هدف ته ونه رسیږی نو بیا ملکی مرګ ژوبله رامنځ ته کوي.

نیویارک ټایمز وایی چی د یاغیانو د ځان مرګو بریدونو کمپاین پراخه سوی دی او د پراخوالی یو مثال یې دا دی چی د چهار شنبي په ورځ افغان امنیتي ځواکونو ۳۳ ځانمرګي واسکتونه او یو ټن چاودیدونکي مواد ونیول. واسکټونه او چاودیدونکي توکي په یوه موټر کې د کواړي د کالو په منځ کی پټ کړل شوي وو. ورځپانه وایي چی د دغه موټر چلونکی او یو بل شخص دا منلې ده چی دوي کندهار ته دغه شیان رسول.

د واشنګټن پوست ورځپانې بیا په خپلې ننۍ ګنې کې د پاکستان د کراچي په ښار کې د تاوتریخوالي پیښو ته کتنه کوي. ورځپانه د پاکستاني چارواکو له خولې وایي چی په کراچي کې د تیرو دوو ورځو په جریان کې مشکوکه جنایتکارو ډلو ۳۹ کسان وژلی دي – د دغو وژل سوو کسانو په بدن باندې د شکنجی اثار هم لیدل کیږي.

ورځپانه وايی چې په دغو جنایتکارو ډلو دا تور دی چی په کراچي کې د لویو سیاسي ډلو سره تړاو لري. په دغو سیاسی ډلو کې د کراچي په ښار کی د تیرو څو میاشتو په ترڅ کې د تاوتریخوالي او وژلو ملامتي اچول کیږی.

واشنګټن پوست وایي چې د پاکستان حکومت -- چی وار د مخه لا د خراب اقتصادي حالت او د اسلامپاله یاغیانو د فعالیتونو سره مخ دی -- په دې کې پاته راغلی چی په کراچي کې د تاوتریخوالي مخه ونیسي.

ورځپانه لیکي چې په کراچي کې ناکراری د پاکستان د بی ثباته کیدو د خطر نه نماینده ګی کوي. واشنګټن پوست وایي چې په کراچي کې ناکراري په داسي وخت کی ډیره سوې چې امریکا د پاکستان نه غواړي چی طالب یاغیانو په خلاف په جګړې کی لا ډیر څه وکړي.

واشنګتن پوست وایی چی که څه هم کراچي د سیاسي، قومی او فرقه یی تاورتریخوالي اوږد تاریخ لري خو د تاوتریخوالي ورستۍ لړۍ بیا بیساری مرګ ژوبله رامنځ ته کړې. په دغه تاوتریخوالي کې یوازي د جولای په میاشتې کی د ۳۰۰ نه ډیر خلک وژل سوی دی.

ورځپانه وایی چی که څه هم په قبایلي سیمو کې د پاکستان پوځ یو لړ عملیات کړي خو دغه عملیات لږ بریالی وو. د پاکستان پوځ په ځینو ځایونو کې د بریالیتوب ادعا کړې خو ورسته وسله وال بیرته ځانونه منظمه کړی جګړی پیل سی

XS
SM
MD
LG