د لاس رسي وړ اتصالات

په امریکا کې ولسمشر څه ډول ټاکل کېږي


په امریکا کې ولسمشر څه ډول ټاکل کېږي
په امریکا کې ولسمشر څه ډول ټاکل کېږي

په امریکا کې د ولسمشرۍ دپاره د کاندیدانو غوره کول یوه اوږده سیاسي پروسه ده. پروږکال دغه پروسه په امریکا کې بیا پیل شوه او اوس د انتخاباتو لومړی پړاو د امریکا د نیو همپشیر په ایالت کې د جنورۍ پر ۱۰ مه پیلېږي. د آیوا د غونډې وروسته د نیو همپشیر په ایالت کې د ولسمشرۍ د کمپاین دپاره لومړی پړاو پیلېږي. په دغه ریپوټ کې به دا وڅیړو چې امریکا څه ډول د انتخاباتو لومړی پړاو ترسره کوي چې د نومبر د میاشتې دپاره لاره هواروي.

نیو همپشیر د مساحت او نفوس په لحاظ یو کوچنی ایالت دی خو کله چې دغه ایالت رای ورکوي نو د ټولې امریکا پاملرنه ځان ته جلب کړي او د رایو اغیزه یې عیني په سپینه ماڼۍ کې حس کېږي.

په امریکا کې په زیات شمیر ایالتونو کې یواځي هغه رای ورکونکي رای ورکولای شي چې د کوم سیاسي ګوند سره راجستر وي خو د نیو همپشیر په شان ایالتونو کې بیا هغه رای ورکونکي هم رایې ورکولای شي چې په هیڅ ګوند کې هم غړیتوب ونلري.

کاندایس نیلسن د انتخاباتو د چارو ماهر دی هغه په دې هکله داسی وايي: ،،د انتخاباتو د لومړي پړاو اساسي موخه دا ده چې کاندیدانو ته لاره هواره شي چې ځان و رای ورکونکو ته وروپېږني او دغه راز رای ورکونکو ته هم زمینه مساعده کړي چې بیلابیل کاندیدان وپېږني او د هغوي په هکله د درو څلورو میاشتو په ترڅ کې فکر وکړي.،،

د یادونې وړ ده چې په امریکا کې تل کاندیدان کس په کس کمپاین کوي چې ورته د سیاسي چارو ماهرین سیاسي دوکانداري وايي. دوي کلي په کلي ښار په ښار ګرځي او د خلګو سره روغ بړ کوي، په غونډو کې برخه اخلي او د بیلابیلو مسایلو په هکله خپل دریځونه واضیح کوي.

د امریکا د آیوا د ایالت د پوهنتون څخه د سیاسي چارو ماهر سټیفن شمیت داسي وايي: ،،دا یو داسي ستیج دی چیري چې رای ورکونکي په اصطلاح خریداران دي. دوي چې سیاسي کمپاینونو ته ځي یواځي په دې خاطر نه ځي چې د خپلې خوښې د کاندید سره روغبړ وکړي بلکې په دې خاطر ځي چې هغه ته خپلې اندېښنې هم ووايي.،،

د اسو شیټیډ خبري آژانس ریپوټر فیل ایلوټ داسي وايي: ،،دوي دغو غونډو ته ځي، په کافي خانو کې د ساعتونودپاره انتظار باسي ترڅو د کاندیدانو نه جدي او مهمې پوښتې وکړي.،،

د یادونې وړ ده چې د درو څلورو میاشتو دپاره په ټولو ایالتونو کې د انتخاباتو د لومړي پړاو د ترسره کولو دود په دې خاطر دی چې ایالتونه د بیلابیلو کاندیدانو په هکله بیلابیل حقایق په سترګو وویني او دغه راز د ولسمشر دپاره د کاندید د ټاکلو په برخه کې د دوي واک او اختیار ډیر شي.

ځیني د دې وړاندیز کوي چې د انتخاباتو لومړی پړاو یا چې ورته په امریکا کې کاکسز هم وايي باید په ټولو ایالتونو کې یو شان پیل شي.

د امریکا د جورجټون په پوهنتون کې د سیاسي چارو پروفیسور مارک روم داسي وايي: ،،په ملي کچه د لومړیو انتخاباتو د ترسره کولو ګټه دا ده چې د ټول هیواد رایې به په مساوي توګه د ولسمشر د کاندید د ټاکولو دپاره وکارول شي چې دا به یو ښه کار وي خو دا کار تاوان هم لري او تاوان یې دا دی چې هغو کاندیدانو ته به ډیره ګټه ورسوي چې زیاتې پیسې لګوي او د کمپاین په پیل کې زیات شهرت لري. ،،

د یادونې وړ ده چې د امریکا د ټولټاکنو په لومړي پړاو او کاکسزونو کې د ولسمشرۍ د کاندیدانو دپاره رایې په اصل کې د کاندید استاځو ته ورکول کیږي چې وروسته بیا دغه استاځي د ګوند په ملي غونډه کې برخه اخلي او د ګوند نه د جمهوري ریاست دپاره د ټولټاکنو دپاره کاندید ټاکي. وروسته بیا دغه کاندید د نومبر په میاشتې کې په عمومي ټولټاکنو کې برخه اخلي چې په پایله کې یې ولسمشر ټاکل کېږي او سپینې ماڼۍ ته ځي.

XS
SM
MD
LG