د لاس رسي وړ اتصالات

ایران د تیلگرام اپلیکشن تړي


تیلگرام د پیغامونو د تبادلې یو ټولنیز اپلیکشن دی

ایران غواړي د ټولنیزو رسنیو د معلوماتو د تبادلې انترنیټي اپلیکشن "تیلگرام" د امنیتي دلیلونو په وجه بند کړي.

د ایران یوې خبري رسنۍ ویلي چې ددې هیواد حکومت غواړي د "ملي امنیت" په وجه په ایران کې د تیلگرام د خبر رسولو خدمات بند کړي.

مشرق نیوز د ایران په پارلمان کې د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ د کمیټې د مشر علاءالدین بروجردي له قوله ویلي چې د تیلگرام خدمات به د ایران ملي امنیت ته د خطر په وجه وتړي. د هغه په وینا "ددغه اپلیکشن پر ځای به یو ایراني محلي سیستم په کار واچوي".

مشرق نیوز د ښاغلي بروجردي له قوله لیکلي چې "دا موضوع د ملي امنیت له کبله مونږ ته مهمه ده" او دا چې د تیلگرام اپلیکشن په تیر دسامبر کې د حکومت ضد اعتراضونو کې خراب رول لوبولی دی. هغه دا هم ویلي چې مونږ نن ورځ په مجازي فضا کې پوره قوت ترلاسه کړی دی.

د دسامبر په حکومتي ضد اعتراضونو کې ٢٥ کسان وژل شوي وو او نژدې ٥٠٠ نور بندیان شوي وو.

په اوسني وخت کې د تیلگرام اپلیکشن نه په ایران کې ۴٠ میلونه خلک د معلوماتو د تبادلې لپاره استفاده کوي. دغه اپلیکشن د جنورۍ په لومړیو کې د اعتراضونو پر وخت د لنډې مودې لپاره تړل شوی و.

شاوخوا ١٠ فیصده خلک ددغه اپلیکشن نه د VPNاو proxies خدماتو له لارې کار اخلي.

XS
SM
MD
LG