د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: 'انفرادي وژنې' افغانستان کې د امریکا نوی تکتیک


نیویارک ټایمز: 'انفرادي وژنې' افغانستان کې د امریکا نوی تکتیک
نیویارک ټایمز: 'انفرادي وژنې' افغانستان کې د امریکا نوی تکتیک

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د اګست د لومړۍ نېټې په ګڼه کې لیکلي دي چې تیرکال جمهور رئیس بارک اوباما د افغانستان دپاره د جګړې یو نوی پلان اعلان کړ.

ددغه نوي پلان یا تګلارې اساسي او مرکزي هدف دا و چې افغان ملکي کسان وژغورل شي، په افغانستان کې یوه سمه اداره رامنځ ته شي او د خلکو ملاتړ ترلاسه کړي او په همدغه دلیل یې ۳۰ زره نوري آمریکايي قواووې افغانستان ته واستولې.

ورځپاڼه لیکي چې ددغې تګلارې د تطبیقیدو ۸ میاشتې کېږي خو دغې تګلارې چې د یاغي ګرۍ ضد تګلارې په نامه یادېږي، دومره دپام وړ لاسته راوړنه یې نه درلوده او دغه لږ لاسته راوړنه د کندهار او مارجې په عملیاتو کې ترسترګو کیږي په داسي حال کې چې د طالبانو نفوذ د افغانستان په نورو سیمو کې هم پسي زیات شوی دی.

ورځپاڼه لیکي چې ددغې تګلارې پرځای هغه تاکتیک چې ښه کار ورکړی دی او آمریکايي چارواکي یې تل په باب خبري کوي د ترهګرۍ ضد تاکتیک یا تګلاره ده چې په لړ کې یې د القاعده او طالبانو مربوط کسان وژل کېږي.

ورځپاڼه لیکي چې د ۲۰۱۱ کال د جولای د میاشتې نېټې ته په کتو سره د جمهور رئیس اوباما حکومت د یاغي ګرۍ ضد تګلارې پرځای، پر یوې داسي تګلارې باندي ډیره تکیه کوي چې په لړ کې به یې یاغیان په نښه او ووژل شي.

په تګلاره کې تغییر به په اوږدمهاله کې د ځینو آمریکايي چارواکو په آند د دې معنی ورکړي چې د طالبانو سره ښايي د سیاسي معاملې بهیر چټک شي.

ورځپاڼه د آمریکا د حکومت ځینو ډیپلوماتاتو او چارواکو له قوله لیکي چې په عراق او افغانستان کې د پوځ تجربې ته په کتو سره، دا لا واضیح نه ده چې د دښمن د غړو په وژلو سره به یاغي ګري له منځه ولاړه شي کنه خو د دې سره سره کوماندويي قواوو د تیرو ۵ میاشتو په ترڅ کې۱۳۰ کلیدي یاغیان د سحنې نه ایسته کړي دي او له دوی د جملې نه د ځینو نه ترلاسه شوي معلوماتو د دښمن د نورو تاکتیکونو په باب ارزښمند معلومات په ډاګه کړي دي.

ورځپاڼه لیکي چې د آمریکا د استخباراتي ریپوټونو له مخې زیات شمیر طالبان جنګیالي د آمریکا د یادشوي وژونکي تکتیک په خاطر باندي د طالبانو په ردیفونو کې غټو مقامونو ته زړه نه ښه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې آمریکايي چارواکي اوس په دې بارو دی چې پر طالبانو اوس غېښتلي شوي دي او اوس پر دې بحث کوي چې طالبانو سره مذاکرات وکړی او د جګړې د پای ته رسولو په خاطر دوی د خبرو میز ته راوبلي خو د آمریکا د حکومت ځیني چارواکي اوس هم د دې تګلارې په باب زړه نا زړه دي چې کاربه ورکړي کنه.

ورځپاڼه زیاتوي چې پر دغې مسلې باندی غور په داسي حال کې کېږي چې د افغانستان د جکړې په باب چې سږ کال یې نهم کال دی د جمهور رئیس اوباما خپل ګوند هم نظره نه دی او دې کار جمهور رئیس اوباما د سختۍ سره مخامخ کړی چې خپل ګوند یولاس کړي. ورځپاڼه لیکي چې د جمهور رئیس اوباما د ګوند ترمنځ داسي اندېښې راپورته شوي دي چې آیا د به منطقي او سم اقدام وي چې د ۲۰۱۱ کال د جولای په میاشت کې د قواوو شمیر په افغانستان کې کم شي که چیری په وضعې کې تر هغه وخت پوري بدلون رانسي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان جمهور رئیس حامد کرزی او آمریکايي نظامي مامورینو پر دې باندي بحثونه پیل کړي دي چې طالبانو ته به تر کومې اندازې پوري په مذاکراتو کې آزادي ورکړل شي. ورځپاڼه د یوه آمریکايي نظامي چارواکي له قوله لیکي چې د افغانستان یواځنی حقیقي حل باید سیاسي ووسي.

ورځپاڼه د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله لیکي چې د متحده ایالاتو حکومت هیله لري چې د کلیدي یاغیانو په نښه کول او د جمهور رئیس حامد کرزي او د پاکستان د لوی درستیز جنرال اشفاق کیهاني ترمنځ نږدې اړیکې چې پخوا د آی اس آی مشر و ښايي د طالبانو پر مشرانو باندي فشار راولي چې د مذاکراتو میز ته حاضر شي. داسي ویل کېږي چې آی ایس آی یا د پاکستان استخباراتي سازمان د طالبانو سره نږدې اړیکې لري.

ورځپاڼه لیکي چې هغه پروګرام چې د ډیرې مودې راهیسي معطله و بالآخره پیل شو، د بیا پخلاینې او د ټولنې سره د یوځای کېدو پروګرام دی چې هدف یې د طالبانو د ردیف نه د کښتې سطحې د طالبانو رابیلول دي او بیرته یې عادي ژوندانه راته رابلل دي.

د افغانستان د حکومت ددغه پروګرام په خاطر جاپان ۲ ساوه میلیونه ډالره مرسته کړې او ۱۰۰ میلیونه ډالره هم د پنتاګون د بودېجه نه پرې لګیږي.

ورځپاڼه د سپینې ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله چې د موضوع د حساسیت په خاطر یې خپل د نوم د اخسیتلو نه ډډه وکړه لیکي چې مونږ له آماده نه یو چې قضاوت وکړو چې آیا هغه څه چې مونږ کوو کافي دي کنه خو هغه زیاته کړه چې د کلیدي طالبانو وژلو ډیر زیات بدلون راوستی دی هغه وویل چې که د طالبانو پرځای زه وای نو ما به ډیره اندېښنه لرله.

ورځپاڼه لیکي چې د آمریکا د جمهور رئیس مرستیال جو بایدن پر دې ټینګار کوي چې د ترهګرو مشران دي یا ونیول شي یا دي ووژل شي په داسي حال کې چې پنتاګون او په افغانستان کې د آمریکايي او ناټو د قواوو قوماندان بیا په دې نظر دی چې په کار ده په افغانستان یوه هر اړخیزه او پراخه تګلاره پیاده شي او د افغانستان د نفوس نه ډکې سیمې د قواوو په مرسته وساتل شي.

خو ښاغلیْ بایډن اوس هم د خپل دریځ څخه نه دی پر شا شوی، هغه د پنجشنبې په ورځ د آمرکیا د ان بي سي د تلویزون سره په یوې مرکه کې پر خپل دریځ باندي یو ځل بیا تاکید وکړ.

ورځپاڼه د ښاغلي بایډن له قوله لیکي چې مونږ افغانستان ته د یوه واضیح هدف په خاطر تللي یو او هغه القاعده ده چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ په غرنیو سیمو کې پټ دي.

ورځپاڼه د ښاغلي بايډن له قوله لیکي چې مونږ افغانستا ته د بیارغونې په خاطر نه یو تللي نه په دې خاطر تللي یو چې افغانستان د جفرسن د وخت په دیموکراسۍ بدل کړو.

ورځپاڼه دغه راز د پاکستان په باب هم لیکي چې سره له دې چې آمریکایان د ملګري په توګه د پاکستان د وفاداری په باب اندېښنې لري خو په دې ورستیو میاشتو کې پاکستان د پخلاینې په برخه کې د یوه قوي استاځي او منځګړي په توګه صحنې ته راغلی دی.

ورځپاڼه لیکي چې جمهور رئیس کرزي دوه ځلي د پاکستان د لوی درستیز جنرال کیهاني سره کتلي دي خو د آمریکايي چارواکو له قوله د دوی خبري تر اوسه پوري هغې سطحې ته نه دي رسیدلي چې پاکستان دي د طالبانو د مشرانو سره خبري وکړي خو پاکستان په دې برخه کې د همکارۍ لیوالتیا ښودلې ده چې د حقاني د ډلې سره خبري وکړي. د حقاني ډله په پاکستان کې مشیته ده او د پاکستان د استخباراتو سره نږدې اړیکې لري.

د بلي خوا د واشنګټن پوست ورځپاڼه په خپلې ننې ګڼه کې لیکلي چې د یکشنبې په ورځ زیات شمیر افغانان لارو کوڅو ته راوتلي وو او د آمریکا پر ضد یې شعارونه ورکول او په افغانستان کې یې د ناټو هوايي بمبارۍ او د آمریکا حضور غنده.

ورځپاڼه لیکي چې مظاهره کونکو داسي لوحې ګرځولې چې په کښي لیکل شوي و چې آمریکا په افغانستان کې د مافیا ساتونکې ده دغه راز مظاهره کونکو د سوځل شویو او پلستر شویو ماشومانو عسکونه هم ګرځول. ددغو مظاهره کونکو شمیر څو ساوه تنه و او د کابل په ښار کې یې په سوله ایزه توګه مظاهر وکړه.

ورځپاڼه لیکي چې دغه مظاهرې د ملي یووالي په نامه ګوند له خواه تنظیم شوې وه. مظاهره کونکي نه یواځي د هلمند په ولایت کې د ناټو د روانو عملیاتو په خاطر چې په کښي ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اوړي په غوسه وو بلکې د کابل په ښار کې د هغې ترافیکي پېښه له امله په قهره وو چې په کښي څلور افغانان د ډاینکورپ د کمپنۍ د خوا ووژل شول.

ورځپاڼه د ۲۶ کلنې سمعیه له قوله لیکي چې په دغې مظاهره کې یې برخه اخیستې وه چې د ناټو قواوو او دغو موټرونو څو وارې زمونږ بې ګناه ملکي کسان وژلي دي دوی په مونږ باندي هیڅ باک نه وي چې آیا مونږ افغانان یو که حیوانان یو.

ورځپاڼه د سمعیې له قوله لیکي چې مونږ نه غواړي چې طالبان بیرته په افغانستان کې قدرت ته راستانه شي خو ناټو په تیرو لسو کلونو کې یو اړ او غیر مستقل حکومت رامنځ ته کړې.

هغې زیاته کړه چې مونږ غواړي چې د ناټو او آمریکا قواووې دي د افغانستان څخه ووځي. ناټو او آمریکا په تیرو لسو کلونو کې هیڅ ونکړل او په راتلونکې کې به هم هیڅ ونکړي نتیجه به زمونږ، د افغانانو مرګ ژوبله او تلفات وي زمونږ بې ګناه ماشومان او ښځې به مري.

ورځپاڼه لیکي چې د جمعې د ورځې په پېښه کې د داینکورپ د کمپنۍ یو موټر ته قهرجنو خلګو اور واچوه او بل موټر چې د لومړي موټر د مرستې په خاطر راغی پر هغه باندي هم برید وشو.

ورځپاڼې د یوې بلې مظاهره کونکي میرمنې رابعې له قوله لیکي چې وايي ما د جمعې د ورځې پېښه په خپلو سترګو ولیده. هغه وايي چې مونږ بې ګناه افغانان دلته د وژلو دپاره نه یو.

هغې زیاته کړه چې خلګ ډیره په قهر وو او د آمریکایانو پر موټرو باندي یې ډبري غورځولې. که چیري پولیس نه وای راغلي او آمریکایان یې نه وای وړي رابعیه وايي چې خلګو به ټوټې کړي وای. هغې وویل چې حتی که ما لا موقعې پیدا کړې وای نو دا کار به مي کړې وای.

ورځپاڼه لیکي چې رابیعه چې په اصل کې د پکتیا د ولایت ده او خپل ډیر عمر یې په کابل کې تیر کړی دی وايي چې طالبانو یې درې لمسیان ور وژلي دي.

رابیعه وايي چې مونږ نه طالبان غواړو او نه آمریکا مونږ یو داسي حکومت غواړو چې مونږ وژغوري زمونږ امنیت تامین کړي.

XS
SM
MD
LG