د لاس رسي وړ اتصالات

د افغانستان د بشري جنایاتو په هکله د نیویارک ټایمز خپرې شوې مقالې ته لنډه کتنه


د امریکا د نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د ۹۰ مې لسیزې ظلمونه اوس هم په افغانستان کې په پټه یادول کېږي. هغه ظلمونه چې د قومي اختلافاتو له امله په کښي بې ګناه ملکي افغانان ووژل شول.

دغه ورځپاڼه لیکي چې ددغو ظلمونو ثبوتونه اوس هم د افغانستان په پرتو سیمو کې په ډله ایزو قبرونو کې پراته دي. ورځپاڼه د ځینو له قوله لیکي چې په لسګونو زره خلګ د قوي مشرانو په امر او د هغوي د کښتې سطحې د قوماندانانو له خواه ووژل شول. ورځپاڼه لیکي چې ددغه مشرانو او قوماندانانو نومونه د بشري حقوقو په هغه ریپوټ کې راغلي دي چې په افغانستان کې یې د ۸۰ مې لسیزې نه تر ۲۰۰۱ کاله پوري بشري جنایات ثبت کړي او څیړلي دي. دغه ریپوټ د تیرو ۶ کلونو په ترڅ کې جوړ شوی دی. نوموړی ریپوټ د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسون له خوا جوړ شوی دی او په کښي د ۱۸۰ ډله ایزو قبرونو او ملکي بندیخانو یادونه شوې چې زیات شمیر یې په پټو ځایونو کې دي. په ریپوټ کې د قربانیانو سره مرکې شوي دي او عیني شاهدانو خپل د سترګو لیدلی حال بیان کړی دی.

په ریپوټ کې د پخواني او اوسني جنګ سالارانو نومونه راغلي دي چې ځیني یې اوس په حکومت کې مهم پوستونه لري او ځیني نور یې د حکومت پر ضد په جګړه بوخت دي.

خو داسي نه ښکاري چې یادشوی ریپوټ دي چې په کښي د یادشویو مجرمینوو د محاکمې غوښتنه شوې ده، په نږدې راتلونکې کې خپور شي ځکه د دغه ریپوټ لیکوالان وايي چې د افغان حکومتي چارواکو له خوا پرې فشار دی چې د چاپ مخنیوی یې وشي. د بشري حقوقو فعالین وايي چې که چیري دغه سرغړونکي محاکمه نشي او ددوي جنایات خلګو ته په ډاګه نشي نو افغانستان به بیا خپل خونړی پرون تکرار کړي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼه لیکي چې ځیني امریکايي ډیپلوماتان بیا اندېښنه لري چې ددغه ریپوټ خپریدل به یوه کورنۍ شخړې ته لمن ووهي.

ورځپاڼه د لویدیځو مقاماتو او د بشري حقوقو د فعالینو له خوا لیکي چې ټاکل شوې وه ریپوټ په رسمي توګه ولسمشر کرزي ته وړاندي شي خو د پخوانیو جنګسالارانو د غبرګون لامل شو او د دوي له جملې نه د ولسمشر مرستیال مارشال قسیم فهیم د کرزي نه وغوښتل چې د افغانستان د بشري حقوقو د خپلواک کمیسون څخه دي نادر نادري ګوښه کړل شي.

ورځپاڼه لیکي چې د ډیسمبر پر ۲۱ نېټه په یوې غونډه کې چې ولسمشر کرزی او نور لوړ پوړو چارواکو هم په کښي ګډون درلودی مارشال فهیم وویل چې د نادر نادري ګوښه کېدل د هغه دپاره یوه کوچنۍ جزا وه باید هغه پر مخ باندي په درشو مرمیوو ویشتل شوی وای. ورځپاڼه د غونډې د یوه ګډون کونکي له قوله لیکي چې وروسته مارشال د نورو لوړپوړو چارواکو څخه بخښنه وغوښته او وېویل چې هدف یې داسي نه وو.

ولسمشر کرزي نادري د خپلې دندې نه ګوښه کړ خو د ولسمشر کرزي ویاند ایمل فیضي بیا وايي چې د هغه ګوښه کیدل د ډله ایزو قبرونو سره هیڅ تړاو نلري او دا غیر مسولانه او غلطه خبره ده چې وویل شي چې ولسمشر کرزي غوښتل چې د ریپوټ د خپریدو مخه ونیسي.

په ریپوټ کې راغلی دي چې د ډله ایزو وژنو مسولین هغه کسان دي چې ځیني یې اوس د افغانستان په نظام کې لوړې څوکۍ لري چې په کښي د شمالی ټلوالې د مشرانو نومونه هم شامل دي چې په ۲۰۰۱ کال کې یې د طالبانو پر ضد جګړه وکړه .
په ریپوټ کې د جمعیت اسلامي ګوند نه د ولسمشر د لومړي مرستیال مارشال فهیم نوم راغلی دی، د حذب وحدت څخه د ولسمشر د دویم مرستیال کریم خلیلي نوم راغلی دی. د جمعیت د غړي استاد عطا نوم راغلی دی چې اوس د بلخ والي دی او د جنرال دوستم نوم راغلی دی چې د حذب جنبش د ګوند څخه دی او اوس په حکومت کې تشریفاتي مقام لري.

ورځپاڼه لیکي چې په ریپوټ کې د ۵ ساوو کسانو نه زیات نومونه دي چې د ډله ایزو وژنو مسولان دي په دوي کې د احمد شاه مسعود نوم هم شامل دی چې په ۲۰۰۱ کال کې د القاعده ترهګرو له خوا ووژل شو.

ورځپاڼه لیکي چې په ریپوټ کې د طالبانو او نورو یاغي ډلو د جنایاتو او عامه وژنو په هکله هم څیړنه شوې ده چې په دغو کسانو کې د حزب اسلامي د ګوند مشر ګلب الدین حکمتیار هم شامل دی.

د مزهار شریف د قتل عام په برخه کې د دوو طالب قوماندانانو نومونه اخیستل شوي دي چې دواړه یې اوس د ګوانتانامو په زندان کې بندیان دي او نومونه یې ملا فاضل اخند او ملا خیرالله خیرخواه دي او د دوي آزادیدل د طالبانو د سولې د خبرو شرط دی.

ورځپاڼه د نادر نادري له قوله لیکي چې وايي مونږ باید په دې وتوانیږي چې افغانانو ته ووایو چې دا زمونږ سابقه ده، دا زمونږ تاریخ دی، زمونږ سابقه بده ده خو مونږ ټول یې باید ومنو،،
XS
SM
MD
LG