د لاس رسي وړ اتصالات

د ملګرو ملتونو له خوا د بې پیلوټه الوتکو د حملو د درولوغوښتنه


د آمریکا بې پیلوټه الوتکه
د آمریکا بې پیلوټه الوتکه

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې نن د جممعې د ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې ملګري ملتونه به د امریکا نه وغواړي چې د بې پیلوټه الوتکو حملې دې بندې کړي او د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې بیا د پاکستاني طالبانو د قوماندان مولانا فضل الله د وژل کیدو په اړه یوه مقاله خپره کړیده. پام وکړیْ ددغو مقالو خلاصې ته.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د مقالې په پیل کې لیکلي دي چې د ملګرو ملتونو یو جګپوړیْ استازیْ به په راتلونکې اونۍ کې د امریکا د متحده ایالاتو نه وغواړي چې د امریکا د مرکزي استخباراتي د ادارې CIA لخوا دې په هغو خلکو باندې دې د بې پیلوټه الوتکو بریدونو ته دې د پای ټکی کښیږدي چې د القاعده شبکې سره د تړاو شک پرې باندې کیږي.

ورځپاڼه وایي چې پدې سره به په پاکستان کې د القاعده د شبکې د غړو او نورو تندلارو ډلو پر ضد د اوباما د حکومت هلې ځلې نورې هم سختې شي.

د ملګرو ملتونو دغه جګپوړی چارواکی فلیپ السټن نومیږي او دنده یې دا ده چې د محکمې پرته د خلکو د وژلو او همدارنګه بې محکمې د خلکو غرغره کولو په اړه تحقیقات کوي او د ملګرو ملتونو عمومي دفتر ته رپوټ ورکوي.

فلیپ پرون د پنجشنبې په ورځ وویل چې د روان میلادي کال د جون د میاشتې په دریمه به په ژنیو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته خپل رپوټ وړاندې کړې او د امریکا د متحده ایالاتو نه به وغواړي چې د بې پیلوټه الوتکو حملې دې نور د امریکا مرکزي استخباراتي اداره یا سي آی اې نکوي او پر ځای دې دغه کار پوځ ته وسپارل شي.

ښاغلي فلییپ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي دي کله چې په افغانستان کې د امریکا د دفاع د وزارت د توغندیو په کوم برید کې سهواً ملکي خلک ووژل شي نو دغه وزارت که څه هم پوره معلومات نه ورکوي خو بیا هم ځان مسؤل ګڼي او تحقیق کوونکو ته هم د جریان په اړه معلومات ورکوي خو که چیرته د CIA په یوې حملې کې ملکي خلک ووژل شي نو هغوي د هیچا پوښتنو ته ځواب نه وایي او نه هم د برید په اړه معلومات ورکوي او د زیاتو پیښو تحقیقات هم نکوي.

ورځپاڼه وایي چې د ښاغلي فلیپ په رپوټ سره به دا خبره ثابته نشي چې ګواکې د غیرې پوځي افرادو لخوا د پوځي الوتکو نه ګټه اخیستل، جنګي جرم دی او بله دا چې دا د فلیپ یو نظر دی نه کوم مکلفیت.

ورځپاڼه زیاتوي د بې پیلوټه الوتکو دحملو په اړه د نړۍ اندیښنې پداسې وخت کې راپورته شویدي چې ها خوا د جمهور رییس اوباما د حقوقي چارو سلاکاران پدې باندې کار کوي چې د جنګ قانون ته په پام سره څنګه به وکولی شي چې د تروریزم ضد جګړې کې د بې پیلوټه الوتکې نه ګټه اخیستل د منلو وړ کړي.

د جنګ د قوانیونو له مخې هغه کسان چې عنعنوي عسکر بلل کیږي په جګړې کې د دښمن د قواوو په وژلو باندې نه محاکمه کيږي او نه هم ورته سزا ورکول کیدی شي.

خو د امریکا متحده ایالت بیا ادعا کوي چې د القاعده شبکې غړي د ژنیو د کنوانیسون شرايط نه پوره کوي چې هغوي ته جنګیالي وویل شي ځکه چې دغه کسان هیڅ ډول یونوفورم نه اغوندي.

خو ورځپاڼه بیا وایي چې د سي آی اې هغه کارکوونکي چې د بې پیلوټه الوتکې چلوي هغوي هم یونوفورم نه اغوندې.

مګر له بلې خوا بیا د امریکا د مرکزي استخباراتي ادارې یوه ویانده پاولا ویسي وايي چې دا خبره سمه نده چې ګواکې سي آی اې د چا سره حساب او کتاب نکوي. ویانده وایي چې دهغوي کارونه د سپیې ماڼۍ او د پارلمان لخوا څارل کیږي.

پاولا ویسي زیاتوي ځيني داسې خاص فعالیتونه شته دي چې هغه مونږ نشو تایید کولې او نه یې هم په اړه بحث کوو خو زیاتوي چې د CIA ټول کارونه د قانون او حکومت په چوکاټ کې ترسره کیږي نو په همدې وجه هغه وایي دا غلطه خبره ده چې وویل شي دغه اداره حساب او کتاب نکوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په پای کې لیکي چې د امریکا د پوهنتون یو تن پروفیسر د همدې کال د مارچ په میاشت کې پخپلې یوې بیانې کې د بې پیلوټه الوتکو پروګرام قانوني ګڼلی ؤ ځکه چې هغې ویلي وو له یوې خوا د القاعده د شکبې سره په وسله واله جګړه کې ښکیل یو او له بلې خوا دا کار د ځان د دفاع په خاطر کوو.

خو ورځپاڼه وایي چې دغه پروفیسر ځیني حقوقي برخو ته بیخې پام ندی کړی او دا یې ندي ویلي چې آیا پاکستاني چارواکي په پټه د بې پیلوټه الوتکو حملې منلي دي او که نه.

خو د ملګرو ملتونو لوړپوړی چارواکی ښاغلی السټن وایي چې هغه به پخپل رپوټ کې دغه مسایل په تفصیل سره وڅیړي او پدې سره به په امریکا باندې نور هم فشار زیات شي او پدغو مسایلو باندې به بحث وکړي.

ورځپاڼې بیا د نن ورځې په ګڼې کې لیکلي دي چې د پاکستاني طالبانو هغه قوماندان چې د سوات د درې د نیولو لپاره یې پاڅون کړی و هغه به شاید د چارشنبې په ورځ د افغانستان په ختیځ کې د امنیتي قواوو سره په جګړې کې وژل شوی وي.

ورځپاڼې د افغانستان په ختیځ کې د افغان سرحدي قواوو د قوماندان محمد زمان مموزي له قوله لیکلي دي چې مولانا فضل الله چې په ملا راډیو باندې هم مشهور وو او ورسره شاوخوا 7 سوه افغان او پاکستاني جنګیالیو دوه ورځې وړاندې د نورستان ولایت د برګ مټال د ولسوالۍ د نیولو په خاطر پدغه ولسوالۍ باندې حمله وکړه چې له امله یې په سیمې کې سخته جګړه ونښته .

ښاغلي مموزي ویلي دي چې پدغې جګړې کې فضل الله او شپږ تنه نور طالبان ووژل شول.

ورځپاڼه وایي چې د فضل الله وژل کیدل د پاکستان د حکومت لپاره زیات اهمیت نلري ځکه چې هغه د پاکستاني طالبانو په تشکیل کې ډیر لږ رول درلود او هغه وخت یې په پاکستان کې د بغاوت پاڼه وتړل شوه کله چې تیر کال د پاکستان پوځ د سوات د درې نه دی او د هغه قواوې وشړلې.

خو ورځپاڼه وایي چې په افغانستان کې د فضل الله نقش د طالبانو لپاره دوه ګټې لرلې، لومړی دا چې هغه یو ځل بیا د ډیورنډ د کرښې په دواړو خواوو کې د طالبانو د جنګیالیو مشر شو او بله دا چې د پاکستاني طالبانو او افغان طالبانو تر منځ همکاري زیاته شوه.

فضل الله څه موده وړاندې ویلي وو هغه اوس په افغانستان کې دی او هوډ لري چې د سوات په درې کې به په هغو په لس ګونه زرو پاکستاني عسکرو باندې حملې وکړې چې هلته سوله ساتي.

مموزي د واشنګټن پوسټ ورځپاڼې ته ویلي دي چې د فضل الله په مشرۍ پاکستاني طالبان د نورستان د ولایت د عراضي سره نابلده وو او افغان ملي پولیس او د ملي اردو عسکر په یوزاې ځان پدې وتوانیدل چې هغوي بیرته د ډیورنډ د کرښې نه واړوي.

ورځپاڼې په پای کې ویلي دي که چیرته د فضل الله مرګ تایید شي نو دا به د سوات د خلکو لپاره هم یو ښه زیری وي ځکه چې د سوات زیات شمیر خلک د جګړو له وجې او د هغه د ظلم له وجې بې کوره شویدي. او همدرنګه یې په سوات کې په لس ګونه د ښوونځیو دروازې تړلې وې. موسیقي یې بنده کړې وه او شریعت یې نافذ کړیْ و.

XS
SM
MD
LG