د لاس رسي وړ اتصالات

په نیوزیلنډ کې سختې زلزلې څوک ندي وژلي


د نوي زیلیند په دوهم ستر ښار کرایست چرچ کې د هغې سختې زلزلې نه ورسته چې په تیرو اتیا وکلونو کې یې ساری نه ؤ لیدل شوی، د پاک کارۍ کارونه پیل شويدي.

د زلزلې نه وروسته د ټکانونو په سبب له یوې خوا او د یو عمده طوفان په سبب له بله خوا، ددغې زلزلې چې اندازه یې اوه اعشاریه یوه ښودل شویده، د پاکارۍ کارونه د ستونزو سره مخامخ شوي دي. ددې زلزلې په نتیجه کې په دې هیواد کې د یونیم ملیاردو ډالرو په اندازه تاوانونه رسیدلي دي.

د نوي زیلیند صدراعظم جان کي چې د کرایست چرچ نه کتنه کوي وویل دا یوه معجزه ده چې په دې زلزله کې څوک نه دي مړه شوي.

ددې ښار په شاوخوا کې پلونه او سړکونه وران شوي دي او د ښار په منځ کې د کاروبارمرکز تړل شویدی. خو داوبو او بریښنا جریان چې د زلزلې په وخت قطع شوی ؤ بیرته اعاده شوی دی. خو د ښار ښاروال باب پارکر اوس هم د کرایست چرچ اوسیدونکو ته ویلي دي چې په خپلو کورونو کې پاتې شي ځکه اوس هم په گرځیدو راگرځیدلو بندیز دی.

XS
SM
MD
LG