د لاس رسي وړ اتصالات

د نایجیریا سمندري قواو د تیلو کښتۍ او د هغې ٢٣ د عملې غړي آزاد کړي دي. هغوي ( لیگاس ) ته نژدې سمندري غلو تښتولي وو.


د نایجیریا سمندري قواو د تیلو کښتۍ او د هغې ٢٣ د عملې غړي آزاد کړي دي. هغوي ( لیگاس ) ته نژدې سمندري غلو تښتولي وو.

د نایجیریا سمندري قواو وویل چي د ( ابو ظبي سټار ) په نامه سینگاپوري کښتۍ یې پرون د چهارشنبې په ورځ له تښتول کیدو نه څه کم یوه ورځ وروسته بیرته نیولې ده.

چارواکو ویلي دي چي سمندري غله له کښتۍ نه تښتیدلي دي او د عملې غړي یې چي ٢٣ هندیان دي ټول روغ رمټ دي.

دا په تیرو دوو اونیو کي د ( گیني ) په خلیج کي دریمه کښتۍ وه چي تښتول کیږي. په دې سیمه کي کښتۍ تښتونکي عموما تښتول شوي کښتۍ او د هغو د عملې غړي وروسته له هغه بیرته خوشي کوي چي په کښتۍ کي بار مواد ور سره یوسي، په داسي حال کي چي د سومالیا سمندري غله بیا د کښتۍ عمله ورسره ساتي او د هغوي په سر پیسې غواړي.
XS
SM
MD
LG