د لاس رسي وړ اتصالات

په نیمروز کې چاودنې ٢٠ ملکیان ووژل


د افغانستان حکومتي ماموران وايي د نیمروز په ولایت کې د سړک په غاړه د بم په یوه چاودنه کې کم ترکمه شل تنه ملکي کسان وژل شوي دي او شل یې زخمیان کړي دي.

بم نن د نیمروز د ولایت د دلارام په ولسوالۍ کې د عمومي سړک په غاړه په داسې حال کې چې د مسافرینو نه ډک یو سرویس موټر کابل ته روان و، وچاوده.

د نیمروز والي غلام دستگیر آزاد خبریالانو ته وویل گومان کوي چې طالبانو به دغه چاودنه کړې وي.

د ناټو یو مامور هم ددغې پیښی پړه د طالبانو په غاړه واچوله.

علاوه پر دې، ناتو وويل چې د افغانستان په جنوب کې په یوه بله پیښه کې د ملکی خلکو نه ډک یو موټر په یوه بم باندې وربرابر شو، چې د چاودنې په نتیجه کې درې کسان ووژل شول.

د ایساف د قواوو ویاند ډگروال رفایل ټورېس د بم چاودنې یو بزدلانه عمل وباله او وعده یې وکړه چې دا راز اعمال به ایتلافی قواوې په افغانستان کې د امنیت د راوستلو نه منع نه کړي.

XS
SM
MD
LG