د لاس رسي وړ اتصالات

د شمالي کوریا بالستیکي ازموینې، پر چین فشار زیات کړی


شمالي کوریا له ډیره وخته په دې هڅه کې وه چې یوه داسې توغندي جوړ کړي چې تر امریکا پورې د اتومې بم د انتقال ظرفیت ولري.
شمالي کوریا له ډیره وخته په دې هڅه کې وه چې یوه داسې توغندي جوړ کړي چې تر امریکا پورې د اتومې بم د انتقال ظرفیت ولري.

د شمالي کوریا دولتي ټلوېزیون د سې شنبې په ورځ وویل چې د هواسونګ ۱۴ په نوم توغندی ۲۸۰۰ کېلومتره پورته والوت او له ۳۹ دقیقو وروسته یې هدف وویشت.

د جنوبي کوریا جمهور رئیس مون جي وویل چې حکومت اټکل کړی چې دا منځني واټن بالستیک توغندی و خو تر اوسه مالومه نده چې دا له یوې وچې نه بلې وچې ته بالستیک توغندی و که نه.

د جنوبي کوریا لوی درستیز جو هون گیو وویل"که شمالي کوریا د جنوبي کوریا د پوځ خبرداریو باندې سترگې پټې کړي او د جنوبي کوریا پارولو ته دوام ورکړي مونږ په کلکه خبرداری ورکوو چې د کیم یونگ اون رژیم به بلاخره د ځان د له منځه وړلو لارې باندې روان شي."

د شمالي کوریا د نننۍ ازموینې په هکله د متحده ایالاتو د جمهور رئیس ډونالد ترمپ په تویتر کې پر چین غږ وکړ چې د شمالي کوریا د مخنوي لپاره د خپل نفوذ نه استفاده وکړي.

ښاغلي ترمپ په تویتر کې ولیکل

"مشکله ده چې باور وکړو چې جنوبي کوریا او جاپان خاموشه دي. کیدای شي چین په شمالي کوریا کلک اقدام وکړي او دا مزخرفات د تل لپاره پای ته ورسوي."

د چین د بهرنیو چارو وزارت د خپل هیواد له دریځ نه دفاع وکړه او وې ویل چې هیواد یې د شمالي کوریا له خوا د بالستیک توغندي د ویشتلو مخالف دی چې د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د پریکړه لیک نه سرغړونه ده.

په لوېدیځ کې د وسلو د چارو کارپوهان وایي، دغه توغندی چې نن شمالي کوریا توغولی د دې هېواد له خوا ترټولو بریالۍ ازموینه ده خو دوی هغه یومنځنی واټن ویشتونکی توغندی بللی چې په اعظمي ډول د امریکا تر الاسکا ایالت پورې رسېدلی شي.

شمالي کوریا له ډیره وخته په دې هڅه کې وه چې یوه داسې توغندي جوړ کړي چې تر امریکا پورې د اتومې بم د انتقال ظرفیت ولري.

د جنوبې کوریا پوځ وویل دغه توغندی ۹۸۰۰ کېلومتره الوتی چې وروسته د جاپان ځانګړي اقتصادي زون ته نېږدې د جاپان په بحیره کې ولوېد.

د متحده ایالاتو جمهور رئیس پخوا ویلي و چې د شمالي کوریا د گواښنونو په وړاندې مبارزه کې د پوځي قوه په گډون ټولې لارې چارې په اختیار کې لري.

XS
SM
MD
LG