د لاس رسي وړ اتصالات

چین: شمالي کوریا دي په مثبته توګه خبرو ته وهڅول شي


د چین حکومتي رسنۍ نن د نړۍ نه وغوښتل چې په مثبته توګه دي شمالي کوریا د بدلون دپاره وهڅوي. چین د شمالي کوریا د نوي مشر کیم جونګ ان وینا ته اشاره وکړه چې دغه ستالینستي هیواد د مزاکراتو سره علاقه لري.

د کمونست د ګوند سره تړلې ګلوبل ټایمز ورځپاڼې نن د دوشنبې په ورځ په یوه خپرې شوې تبصرې کې وویل چې د شمالي کوریا سره د خبرو لاره به د مقاومت له لارې په مقایسه ګټوره تمامه شي او پیونګ یانګ به دې ته وهڅوي چې بدلون رامنځ ته کړي.

دغې ورځپاڼې وړاندیز وکړ چې د شمالي کوریا د مشر د وینا نه داسي ښکاري چې په پیونګ یانګ کې یو ډول نوی شفافیت ښايي امکان ولري ځکه هغه پرون د یکشنبې په ورځ د خپل پلار برعکس په عامه خبري وکړې. په یوه ستر نظامي مارش کې د خبرو پرمهال د شمالي کوریا نوي مشر ښاغلی کیم ژمنه وکړه چې د ټولو هغو خواوو سره به کار وکړي چې د هغه سره د کوریا د ټاپو په سوله ایزه یو ځای کېدو کې مرسته وکړي.

خو سناتور جان مکېن بیا د چین په شان خوشبینه نه دی هغه د شمالي کوریا د تیرې اونۍ ناکامې آزموینه د هغه فلمي قصې سره پرتله کړه چې په کښي یو کسه هرسهار راکښیني او ویني چې پرونۍ ورځ بیا تکراریږي.

XS
SM
MD
LG