د بلخ پخوانی والي عطاء محمد نور وايي، د دفاع او کورنیو چارو وزیرانو اسدالله خالد او مسعود اندرابي په منځګړیتوب له حکومت سره د وروستی توافق د عملي کېدو غوښتنه کوي.
نور د دوشنبې په ورځ د «وري پر ۵مه» په مزار شریف کې یوې غونډې کې وویل،که چیري حکومت ورسره وروستی توافق عملي نه کړي، وروستی انتخاب د دوی پر مېز پروت دی.
نور زیاته کړه:"موږ د وروستۍ فیصلې، هغه توافق چې زموږ سره شوی دی، البته د یو توافق پر سر بل توافق تخطي شوی او مات شوي دي په هر صورت، دغه توافق چې د دوو محترمو وزیرانو په منځګړیتوب شوی...محترم اسدالله خالد او محترم مسعود اندرابي، هغوی زما سره فیصله کړې ده چې د رئیس جمهور په اجازه راغلي وه، او د هغه په اجازه زما سره توافق ته رسېدلي، موږ یې عملي کېدو ته په انتظار یو،که عملي نشي بیا وروستی انتخاب زموږ په لس او مېز باندي پروت دی."
د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور ونه ویل چې نوموړی له حکومت تر وروستي کړکېچ وروسته په څه اړه توافق ته رسېدلی دی.
د ولسمشرۍ ماڼۍ او عطاء محمد نور تر منځ کړکېچ یو ځل بیا وروسته تر هغه پیل شو چې ښاغلي نور په روانه جنورۍ میاشت کې د حکومت لخوا د بلخ د نوي امنیه قوماندان په توګه د عبدالرقیب مبارز له ټاکل کېدو سره مخالفت وکړ.
خو د نور د مخالفت سره سره عبدالرقیب مبارز د بلخ د نوي امنیه قوماندان په صفت دنده پیل کړه چې وروسته د وضعیت د څېړلو لپاره د افغانستان د دفاع او کورنیو چارو وزیران بلخ ته ولاړل او د بلخ د والي ترڅنګ یې له عطاء محمد نور او نورو قومي مشرانو سره وکتل.
د افغانستان دفاع وزیر هغه مهال په بلخ کې رسنیو ته وویل، چې د مزارشریف پېښه د سوء تفاهم له امله رامنځته شوې ده.
د بلخ پخواني والي عطاء محمد نور نن د دوشنبې په ورځ په مزارشریف ښار کې غونډې ته وویل: "زموږ د خلکو د حیثیت په وړاندې دغه تعارض او د وسلو پورته کول زموږ نه هیرېږي."
نور وویل، که څه هم خلک د ده قوماندانانو ته پېغور ورکوي چې ولې هغه ورځ جګړه ونه کړه، خو نوموړي زیاته کړه چې دوی نه غوښتل د خپلو امنیتي سرتېرو په مقابل کې وسله پورته کړي.
نوموړي زیاته کړه چې د خلکو په وړاندې د وسلې پورته کول ډېر بد عواقب لري.
پر همدې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي په بلخ کې د ښاغلي نور وروستۍ وینا ته په اشارې ویلي، په بلخ کې له ټاکنو ۶ میاشتې مخکې ټاکنیز کمپیان پیل شوی.