د لاس رسي وړ اتصالات

د نورستان مرکز ته نږدې هلیکوپتر رالوېدلې


د نورستان مرکز ته نږدې هلیکوپتر رالوېدلې
د نورستان مرکز ته نږدې هلیکوپتر رالوېدلې

یو هلیکوپتر چې د افغانستان په شمال ختیځ نورستان ولایت کې د طالبانو د یوې حملې نه وروسته تازه دم افراد د حملې ځای ته انتقالول، ولوېده. نهه کسان په دغه پېښه کې زخمي شوي دي.

د نورستان والي جمال الدېن بدر خبریالانو ته ووېل چې زخمي شوي کسان زېاتره دافغانستان داستخباراتو او د ملې ادارې غړي وو.

نوموړې هلېکوپتر د نورستان د مرکز پارون سره نژدې رالوېده.

طالبان وايي چې هلېکوپتر یې وېشتلی دی. خو سمدستې لا د طالبانو ددغې ادعا دصحت په اړه څه معلومات نشته.

پرون تقرېبا ٢٠٠ وسله والو کسانو چې ټوپک او راکټ لانچرونه ورسره و، په نورستان کې پر یوې دولتي پوستې باندې برېد وکړ چې د پولېسو په وېنا ٣ تنه پولېسان زخمېان او ٢ تنه وسله وال سړي ووژل شول.

XS
SM
MD
LG