د لاس رسي وړ اتصالات

ډیوډ ګیلکي جنګ ځپلو سیمو د کار سره مینه درلوده


د ان پې آر رادیو چې یو خبریال یې د یکشنبې په ورځ د هلمند په ولایت کې د طالبانو په برید کې ووژل شو، وایي چې د افغانستان په هکله راپور جوړونه به یې بنده نشي.

د دې امریکایۍ رادیو فوټو ژورنالیست ډیوډ ګیلکي د خپلو همکارانو سره یو ځای د هلمند ولایت ته تللی و چې موټر یې طالبانو په راکټ وویشت. په برید کې د خبریال ګیلکي تر څنګ د هغه افغان خبریال ذبیح الله تمنا هم ووژل شو. د آشنا رادیو همکار عاشق الله رحیمزوی د ان پي آر د رادیو د یوه بل خبریال ډیوډ ګرین سره مرکه کړې او دا راپور یې پرې جوړ کړی.​

د ان پي آر عمومي مرکز د واشنګټن ډي سي په ښار کې دی
د ان پي آر عمومي مرکز د واشنګټن ډي سي په ښار کې دی

ښاغلی ګرین وایي چې ډیوډ ګلکې د جګړه ځپلو سیمو نه د راپور جوړونې سره ځانګړې مینه درلوده. د ګرین پر وینا " ګلکې زیار ایسته چې د جګړې په ناولي مخ کې ښه شی پیدا کړي او د خلکو سره یې شریک کړي. "

د ان پې آر رادیو چې عمومي دفتر یې د واشنګټن ډي سي په ښار کې دی، په یوې اعلامې کې ویلي دي چې ډیوډ ګیلکې " په جګړې کې بشریت او په خاورو خزلو کې ښایست لټاوه. "

د دې رادیوخبریال ډیوډ ګرین چې لس کاله یې د ډیوډ ګیلکې سره یو ځای کار کړی او د نړۍ بیلا بیلو هیوادونو ته یې په ګډه سفرونه کړي، امریکا غږ آشنا رادیو سره په مرکه کې د هغه په هکله وایي چې " پخپل ژوند کې یې داسې خبریال ندی لیدلی چې د جګړې د کرغیړنې څیرې انځور خلکو ته پدومره ښه ډول ورسوي.

" د جګړې او غمیزو پر وخت کله ناکله سړی ډیر ژر قضاوت کوي، او په احتمالاتو باور کوي خو ډیوډ دغه شان قیصې په یوه داسې انساني شکل کولې چې هر څوک به ورته حیران و. زه فکر کوم بل هیڅوک به دا کار د هغه په شان ونکړي. "

ښاغلی ګرین وایي چې د ان پي آر امنیتي ټیم د هلمند د وضعیت په هکله معلومات درلودل او دا یې لازمه وګڼله چې د افغانستان د امنیتي ځواکونو سره په ګډه سیمې ته ولاړ شي او د هغه ځای احوال د خلکو سره شریک کړي.

ډیوډ ګرین وړاندې وویل چې هلمند ته د ان پي آر د رادیو د ډلې سفر ژورنالیزم او د افغانستان په هکله راپور جوړنې ته د دې رادیو " ژمنتیا څرګندوي" او زیاته یې کړه چې ډیوډ ګیلکي او همکاران یې پدې پوهیدل چې د هلمند نه راپور ورکول خورا مهم کار دی او باید چې نړۍ پرې خبره شي.

" مونږ د لومړي سر نه د افغانستان په هکله د راپور ورکونې په هکله ژمنه کړې او دا ژمنه به روانه وي ځکه چې هلته مهمې قیصې شته دي او مونږ به یې تر خلکو رسوو. "

د ان پي آر د دغه فوټو ژورنالیست سره دوه نور امریکایي خبریالان هم پدې سفر کې مله و خو هغوي ته زیان ندی رسیدلی خو د هغوي افغان ژباړونکی ذبیح الله تمنا چې د ډیوډ ګیلکي سره په یوه موټر کې سپور و، وژل شوی.

هغوي د افغانستان د ملي اردو په هاموي موټر کې سپاره و چې یوه افغان سرتیري چلاوه. په برید کې افغان سرتیری هم وژل شوی.

ډیوډ ګرین امریکا غږ ته وویل چې د ان پي آر د رادیو مسؤلین د ښاغلي تمنا د کورنۍ سره غږیدلي دي او د امکان تر حده به ورسره مرسته وکړي.

" هغه یوازې ژباړونکی نه بلکې یو ښه همکاری و. هغه لکه زمونږ د کورنۍ د غړي په شان و. د هغه وژل کیدل نه یوازې زمونږ بلکې د هغه د کورنۍ لپاره هم یو دردونکی خبر دی. "

ذبیح الله تمنا اته دیرش او ډیوډ ګلګي پنځوس کلن و. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کیري هم په یوې اعلامیې کې د دغو خبریالانو په وژل کیدو خفګان ښودلی او ویلي دي چې د هغوي وژل کیدل دا ښیي چې " افغان ولس لا هم د څومره خطرونو سره مخ دي. "

د ان پي آر د رادیو وژل شوي فوټو ژورنالیست ډیوډ ګلکي د افغانستان تر څنګ د عراق د جګړې په هکله هم په سختو شرایطو کې راپورونه جوړ کړي و، په غزې کې د حماس او اسرایل د جګړې ، په هیټې کې د ورانوونکي زلزلې ، په سومالیې کې د قحطۍ او په لایبریا کې د ایبولا د ناروغۍ په هکله د خپلو کارونو په خاطر یې ګڼ شمیر مډالونه هم اخیستې و.

XS
SM
MD
LG