د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا: که جنوبي کوریا او امریکا تمرینات وکړي نو مقدسه جګړه به پیل کړو


شمالي کوریا: که جنوبي کوریا او امریکا تمرینات وکړي نو مقدسه جګړه به پیل کړو
شمالي کوریا: که جنوبي کوریا او امریکا تمرینات وکړي نو مقدسه جګړه به پیل کړو

شمالي کوریا گواښ کړی دی چي که جنوبي کوریا او امریکا د پلان سره سم په کلنیوو نظامي تمرینونو پیل وکړي نو په « مقدسي جگړې » به لاس پوري کړي.

د شمالي کوریا د ملي دفاع کمیسیون دغه تمرینونه « د کوریا د ټاپو وزمي د سولي او امنیت په مقابل کي مستقیم خطر او د ورانتیا واضح عمل » بللي دي.

په بیانیه کي ممکني ذروي حملې ته هم اشاره شوې او دا هم په کي ویل شوي دي چی ذروي وسلې یوازي د امریکا انحصار نه دی او دا چي پیونگ یانگ « د امریکا تر ذروي وسلو د جگړې ډیر قوي وسایل لري.»

امریکا او جنوبي کوریا په نظر کي لري دوه روڼه نظامي تمرینات وکړي چي اول روڼ به یې د فیبروري په ٢٧ مه پیل سي او په هغو کي به د امریکا او جنوبي کوریاپه زرگونو عسکر برخه واخلي او په کي به دداسي تاتیکونو نه کار واخیستل شي چي جنوبي کوریا د تیري نه وژغورلای شي.

XS
SM
MD
LG