د لاس رسي وړ اتصالات

ټیلرسن: د شمالي کوریا د خط‏ر د مخنیوې لپاره نړیوال عمل ته ضرورت دی


د شمالي کوریا مشر

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر ریکس ټیلرسن وایي چې د شمالي کوریا د بالیستک توغندي د ورستۍ ازموینې نه وروسته دا ضروري ده چې د مخنیوې لپاره یې یو نړیوال عمل وشي.

د امریکا د بهرنیوچارو وزیر ټیلرسن دغه خبرې د سه شنبې په ورځ د شمالي کوریا د بالیستک توغندي د ازموینې په ځواب کې کړیدي. هغه وویل "د شمالي کوریا دا ورستی اقدام امریکا او د امریکا متحدینو ته گواښ دی."

ټیلرسن زیاته کړه چې هر هغه هیواد چې د شمالي کوریا سره هر ډول مرسته کوي، که دغه مرستې پوځي وي او که یا اقتصادي، د دغه خطرناک ملک د اهدافو سره مرسته ده او د ملگروملتونو د پریکړو نه سرغړونه ده.

د شمالي کوریا دولتي ټلوېزیون د سې شنبې په ورځ وویل چې د هواسونګ ۱۴ په نوم توغندی ۲۸۰۰ کېلومتره پورته والوتو او له ۳۹ دقیقو وروسته یې هدف وویشته

په امریکا کې کارپوهان وایي چې دغه توغندی د امریکا د الاسکا ایالت ویشتلی شي.

د ملگرو ملتونو د امنیت شورا د چارشنبې په ورځ (جولایي ٥) د شمالي کوریا د بالیستک توغندي د ازموینې په هکله په عاجله توگه د تړلو دروازو شاته یوه غونډه کوي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر وویل چې د شمالي کوریا په ضد به سخت اقدامات وکړي.

د یادونې وړ ده چې امریکا په پرله پسې توگه د شمالي کوریا ته خبردارې ورکوي چې د اتومي وسلو د پروگرام نه دی لاس واخلي خو شمالي کوریا خپل پروگرام ته دوام ورکړیدی او وایی چې په دی لړ کې د هیچ چا پروا نه لري.

XS
SM
MD
LG