د لاس رسي وړ اتصالات

جنرال ترمن: د شمالي کوریا په هکله اندېښنه لرو


په جنوبي کوريا کې د آمريکايي پوځونو عمومي قوماندان، جنرال جيمز ترمن وايي چي دی د شمالي کوريا د پوځي طاقت په اړه ډيره اندېښنه لري ځکه چي د غير اټومي وسلو په وسيله د حملو په حساب د شمالي کوريا پوځ ډيرمخکي دی او هم يي په زياته اندازه د بيالوژيکي وسلو په جوړولو او دکمپيوټري نظام په شنډولو کې پرمختگ کړی دی. جنرال ترمن وويل چي شمالي کوريا د جنوبي کوريا امنيت ديوه ډير سخت او جدي گواښ سره مخ کوي.

جنرال ترمن پرون ناوخته په واشنگټن کې د آمريکا د مشرانو جرگي د وسله والو قواو د جرگه گۍ غړو ته وينا کوله.هغه وويل چي شمالي کوريا لگيا ده ديوه بې انډوله جنگ لپاره ځان چمتو کوي او په خاصه توگه يي د کمپيوټري حملو او اتومي توغندیو په برخه کي ډير پرمختگ کړی دی. شمالي کوريا خپل پوځونه د جنوبي کوريا سره د جنگ په لومړيو ليکو کي ځای پر ځای کړي دي او کولی شي چې مخکي د دې نه د جنوبي کوريا پوځونه پري خبرشی يو ناڅاپه بريد وکړي.

امريکا دجنوبي کوريا او شمالي کوريا دکنټرول دمشترکې ليکي په اوږدو کي ٣٠٠٠٠ عسکر لري او مقصد يي دادی چي په جنوبي کوريا باندي د شمالي کوري د يوي ناڅاپي حملي مخه ونيسي او په شا يي وتمبوي.

XS
SM
MD
LG