د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا: د امریکا سره مذاکرې ته هر وخت تیار یو


شمالي کوریا د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې لا هم د امریکا د متحده ایالاتو سره "په هر وخت او هره بڼه" چې وي مذاکرې ته چمتو دی.

پیونگ یانگ دغه موضوع یوه ورځ وروسته له هغې بیانوي چې د امریکا جمهور رئیس دونالد ټرمپ د شمالي کوریا د مشر کیم جونگ اون په ادرس په یو سرخلاصي لیک کې اعلان وکړ چې د ښاغلي اون سره پلان شوې لیدنه کتنه چې ټاکل شوې وه په سینگاپور کې وشي، لغو کړه.

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کیم کیه گوان، په یوې اعلامیې کې ویلي دي چې پیونگ یانگ "لیواله دی چې متحده ایالاتو ته وخت او فرصت ورکړي" چې د دواړو هیوادونو د مشرانو ترمنځ د خبرو د موضوع په هکله غور وکړي. ټاکل شوې وه چې د امریکا او شمالي کوریا مشران د جون په ١٢ په سینگاپور کې سره وگوري.

د شمالي کوریا د مشر په عنوان د لیک له خپریدو وروسته جمهور رئیس ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې وویل "پدې باور لرم چې دا کار د شمالي کوریا او په حقیقت کې د نړۍ لپاره یو ستر په شا تگ و".

ښاغلي ټرمپ همداشان خبرداری ورکړ چې د امریکا د متحده ایالاتو پوځي ځواکونه د خپلو متحدینو جنوبي کوریا او جاپان سره یوځای "د بل هر وخت په پرتله پوره تیار دي" چې د شمالي کوریا د "هر احمقانه او بې پروا" عمل پر وړاندې اقدام وکړي.

د کتنې په ضرورت باندې ټینگار

د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال کیم کیه گوان، همداشان ویلي دي چې د شمالي کوریا وروستۍ نیوکې د "امریکایي مقاماتو د بې نظمه څرگندونو" په وړاندې غبرگون و.

په هغه اعلامیه کې چې ښاغلي گوان خپره کړې راغلي چې "مونږ په جدي توگه د زړور تصمیم د نیولو په هکله د جمهور رئیس ټرمپ د هڅو ستاینه کوو، هغه تصمیم چې د امریکا د متحده ایالاتو نورو جمهورو رئیسانو یې جرات ونه کړ چې پداس یو مهمه غونډه کې گډون وکړي."

په اعلامیه کې همداشان ذکر شوي چې د ښاغلي اون سره د کتنې د لغو کولو په اړه د جمهور رئیس ټرمپ تصمیم د نړۍ د غوښتنې سره سم نه و او ټینگار شوی دی چې د شمالي کوریا مشر خپله ټوله هڅه وکړه چې داسې یوه ناسته وشي.

خو بیا هم ښاغلي ټرمپ د شمالي کوریا د مشر هغه حوصله او صبر ستایلی دی چې د دواړو هیوادونو د مقاماتو ترمنځ په وروستیو مذاکراتو کې یې څرگنده کړې ده.

ښاغلي ټرمپ پدې لیک کې شمالي کوریا ته د امریکا اټومي قدرت په گوته کړی او ویلي یې دي "تاسې د خپل اټومي وړتیا په اړه گړیږئ، خو زمونږ [اټومي قوت] ډیر ستر او ځواکمن دی، زه له خدایه غواړم چې هیڅکله د هغې نه استفادې ته اړ نه شو".

XS
SM
MD
LG