د لاس رسي وړ اتصالات

شمالي کوریا جنوبي کوریا ته سخت اخطار ورکړی


شمالي کوریا د جنوبي کوریا پر ضد د ځانګړو اقداماتو خبرداری ورکړی دی او وايي چې پیونګ یانګ به د ولسمشر لي میونګ بک حکومت په درو څلور دقیقو کې پر دا بله راواړوي. د دوشنبې د ورځې خبرداری د هغو اخطارونو د سلسلې برخه ده چې شمالي کوریا جنوبي کوریا ته ورکړي دي خو د هغه وخت راهیسي چې کیم جانګ اون قدرت ته رسېدلی دی، د شمالي کوریا د پخوانيو خبرداریو په پرتله وروستي اخطارونه جدي او مشخص ښکاري.

په پیونګ یانګ کې مشران د جنوبي کوریا پر تبصرو باندي په قهر دي چې وايي د شمالي کوریا د بسټ اېښونکي کیم ایل سونګ د ۱۰۰ مې کلیزې د لمانځلو د مراسمو سپکاوی یې کړی دی. شمالي کوریا دغه راز په دې خاطر هم په غوصه ده چې جنوبي کوریا تیره اوونۍ اعلان وکړ چې یو داسي میزایل یې جوړ کړی دی چې په شمالي کوریا کې هره سیمه په نښه کولای شي.

د شمالي کوریا حکومتي راډیو ځانګړې بیانیې خپره کړه او په کښي یې دغه وروستی خبرداری جنوبي کوریا ته ورکړی.

په بیانیه کې راغلي دي چې د شمالي کوریا ځانکړي اقدامات به د جنوبي کوریا د ولسمشر ، لي ګوند او په دغه هیواد کې محافظه کاره رسنیو ته متوجې وي. په بیانیه کې ویل شوي چې اهداف به په درو څلورو دقیقو کې د خاور سره یو شي.

XS
SM
MD
LG