د لاس رسي وړ اتصالات

دایملر بنز: نه پوهیږو چې کیم جونگ اون زمونږ موټر له چا اخیستي


د جرمني دایملر بنز کمپنۍ چې د مرمۍ ضد موټرې جوړوي وایي پدې نه پوهیږي چې د شمالي کوریا مشر کیم جونگ اون د دوی موټر څنگه ترلاسه کړی ځکه دوی د شمالي کوریا سره سوداگري نلري.

کیم جونگ اون د روسیې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین او د امریکا د جمهور رئیس دوانالد ټرمپ سره د لیدنو کتنو په څیر په مهمو غونډوته په دایملر بنز موټرو کې تللی او په لرلو یې ویاړي، پداسې حال کې چې پر شمالي کوریا باندې ددغو تیزرفتار موټرو په گډون د لوکسو شیانو خرڅلاو د ملگرو ملتونو د بندیزونو په اساس بند دی.

د دایملر بنز ویاندې سیلکه موکرت د اسوشیتید پرس اژانس یوې پوښتنې ته په لیکل شوې بڼه غبرگون ښودلی او وېلي یې دي چې "مونږ هیڅ نه پوهیږو چې دغه موټرې څنگه شمالي کوریا ته انتقال شوي دي".

هغې دا هم ویلي دي چې په قانوني توګه سوداگري د دایملر بنز شرکت د فعالیت اساس دی.

د جرمني په شتوتگارت کې میشت دایملر شرکت د نړۍ د موټر جوړولو له لویو او با اعتباره شرکتونو څخه دی. دې شرکت په خپله ویبپاڼه لیکلي چې دوی تقریبا د نړۍ په ټولو هیوادونو موټرې خرڅوي او خدمات عرضه کوي او همداشان په اروپا، شمالي او جنوبي امریکا، اسیا او افریقا کې د موټرو د تولید تاسیسات لري.

آغلې موکرت همداشان ویلي چې "زمونږ کمپنۍ د څه دپاسه ١٥ کالو راهیسې د شمالي کوریا سره سوداگري نلري او په ټینگه د اروپایي ټولنې او امریکا د بندیزونو له مقرراتو ملاتړ کوي."

داسې باور دی هغه دایملر بنز موټر چې کیم جونگ اون ترې ګټه اخلي په ټولو عمده ارتباطي وسایلو او د سرگرمۍ په سیستم سمبال دی. ددې کمپنۍ په وینا هغوی چې له دې ډول موټرو ګټه اخلي "د ټولې نړۍ سره اړیکه نیولی شي".

XS
SM
MD
LG