د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروې چاودنې زیاته درنه مرګ ژوبله واړوله


د ناروې چاودنې زیاته درنه مرګ ژوبله واړوله
د ناروې چاودنې زیاته درنه مرګ ژوبله واړوله

دناروې د حکومت په مرکزي دفتر کې دومره ډېره غټه چاودنه وشوه چی ددغه اولس پوړېزه ودانۍ کړکۍ ېې ماتي کړې. رپوټ وايي چې په دغه مرکزي ودانۍ کې د ناروې د صدراعظم دفتر هم واقع دی خو حکومت وايی چې هغه د ماسپښېن په دې غټه چاودنه کې ندی زخمی شوی.

د دغه دفتر په شاو خوا کې د نړۍ تر ټولو ستره ورځپاڼه VG چې تصوېرونه او پاروونکي خبرونه خپروي ، هم دفتر لري.

عېني شاهدان وايي هغوي څو تنه زخمېان ولېدل چې په وېنو کې لت پت وو. تراوس پوري د چاودنې علت معلوم شوی ندی. خودېوه دفتر نه بهر دېوه موټر د باډۍ کږه وږه برخه لېدل کېدله. دا ښايي ددې نښه وي چې دموټر بم کار به ترېنه اخېستل شوی وي.

تازه ریپوټونه وايي چې په پېښه کې د وژل شویو کسانو شمیر ۷ تنه ته رسیدلی دی.

په وېنو سره زخمېان د دفتر نه په منډو راوتل. د روېټرز خبري اژانس ېو خبرېال وايی چی ده اته تنه زخمېان ولېدل چې له دقترنه بهر راووتل. ېوه عېني شاهد ووېل چې خلک په ډېرې وارخطايۍ کې له دفترنه د راوتلوپه حآل کې وو.

د حکومت ددفتر مخې ته زښت ډېر خراب شوي شېان چې د چاودنې له امله رالوېدلی دي پراته دي. رپوټ وايي دغه سېمه ډېره ارامه اوکراره سېمه ده.

رپوټ داهم وايی چی په عمومی ډول مرگ ژوبله او تشدد په ناروی کې تقرېبا نا اشنا کار دی.

XS
SM
MD
LG