د لاس رسي وړ اتصالات

د ناروې تورن بریدکوونکی وايي برید اړین و


اندریس بهرینګ برایویک خپل برید له بیرحمې ډک ګڼي خو دغه ډول بریدونه اړین بولي
اندریس بهرینګ برایویک خپل برید له بیرحمې ډک ګڼي خو دغه ډول بریدونه اړین بولي

د ناروی د هیواد د هغه شخص وکیلان چې د جمعې د ورځې په ډزو او بمي ظالمانه برید باندې تورن دی وایي د دوی موکل خپل اعمال له بیرحمې ډک ګڼي خو دغه ډول بریدونه اړین بولي.

اندریس بهرینګ برایویک خپل برید له بیرحمې ډک ګڼي خو دغه ډول بریدونه اړین بولي
اندریس بهرینګ برایویک خپل برید له بیرحمې ډک ګڼي خو دغه ډول بریدونه اړین بولي

د اندریس بهرینګ برایویک د وکیل په وینا نوموړی غواړي چې په محکمه کې اقرار وکړي. وکیلان وایي د هغوی موکل د هغو بریدونو پړه په غاړه اخیستې چې لږ تر لږه دوه نوي کسه په کې ووژل شول.

په داسې حال کې چې د برید کوونکي هویت لا په رسمي توګه نه دی تائید شوی، برایویک د هغو ډزو او بمي بریدونو په تور نیول شوی چې د جمعې په ورځې په یو ټاپو کې د ځوانانو پر یو کمپ ترسره او لږ تر لږه پنځه اتیا تنه په کې وژل شوي او بیا په یو بل برید کې اوه تنه نور د ناروی په مرکز اوسلو کې په یوه حکومتي ودانۍ باندې په یوه موټر بمي چاودنه کې ووژل شول.

نن د اوسلو د ښار بهر په یوه کلیساه کې د وژل شوو کسانو په درنښت ځانګړي مذهبي مراسم ترسره شوه، او د تیرې جمهې د ورځې له برید راوروسته له کلیساه بهر په کوڅه کې د ګلانو د ایښولو او د شمعو د بلولو لړۍ روانه وه.

د اوسلو د کلیساه راهبه الیزابت تورسن وایي:

".. مونږ هره یکشنبه په یوولسو بجو مذهبي مراسم لرو. خو څرنګه چې نن یوه ځانګړې ورځ او واقعا یوه ځانګړې اونۍ ده، زمونږ دعا به د ولس ژور غم او خواشینۍ ته او همداشان زمونږ هیلو ته متوجه وي چې په ګډه د یو بل پام وساتو، او د خدای نه د فیض او برکت غوښتنه کوو.

مونږ هیله لرو چې دا به د خلکو د غم او خواشینې په کمولو کې مرسته وکړي چې سره متحد وي او ایمان او هیلې ژوندۍ وساتي."

دمخه تر دې لارو او کوڅو ته سرتیري لیږدول شوي وو چې په مراسمو کې د ګډون کوونکو امنیت وساتل شي. ټاکل شوی چې لوړپوړي چارواکي او ناروی د شاهي کورنۍ غړي په مراسمو کې برخه واخلي.

XS
SM
MD
LG