د لاس رسي وړ اتصالات

ارواپوهان د ډله ایز وژونکو په هکله څه وایي؟


په امریکا کې د همدې تیرې یکشنبې په شپه یوه وسله وال په زرګونو خلکو چې د موسیقۍ په یو محفل کې راټول شوي و، ډزې وکړلې. په برید کې ۵۹ کسان ووژل شول او د پنځو سوو نه زیات ټپیان شول.

د لاس ویګاس په ښار کې خلک د محلي موسیقۍ اوریدو ته راټول شوي چې یو نا څاپه ډزې شوې.پولیسو خلکو ته خبرداری ورکړ چې په میدان کې یو څوک ډزې کوي.

د برید نه وروسته چارواکو او عامو خلکو هماغه څه وکړل چې پخوا هم شویدي. د مثال په ډول جمهور رئيس ډونالډ ټرمپ ملت ته وینا وکړله، او امر ېې وکړ چې په ټول هیواد کې به ملي بیرغ نیم زوړند وي. د برید کوونکي ورور هم ویلي دي چې پدې خبر یې ټکان خوړلی او هک پک حیران شویدی.

په امریکا او نړۍ کې د یو کس لخوا په ډله ایزه توګه د خلکو د وژلو قضیې دومره زیاتې شویدي چې د رواني ناروغیو متخصصینو د دغو قاتلانو په هکله د معلوماتو ثبتول پیل کړیدي. دوي وایي دا کار پدې خاطر کوي چې معلومه کړي دغه کسان د یو بل سره څه ډول مشابهتونه لري.

یو تن ارواپوه، ریډ مولای چې په عدلي طب کې پخه تجربه لري، امریکا غږ ته د هغو کسانو په هکله چې په ډله ایزه توګه یې خلک وژلي دي، داسې وایي "د کومو معلوماتو نه چې مونږ د دغو بریدګرو په هکله راټول کړي، دا را ته معلومه شوې چې د هغوي کړه وړه تر ډیره حده یو شان دي او ډیر فرق نلري."

ښاغلی مولای وایي کوم کسان چې چې دا شان بریدونه کوي، رواني یا عصبي ناروغۍ لري او اکثره وخت نارینه وي. شخصي ژوند یې هم ډیر ګډوډ اوسي او دا وژنې په ټولنې کې د ځان لپاره د حیثیت د ګټلو لپاره کوي.

ښاغلي مولای امریکا غږ سره په مرکې کې دا هم وویل چې دا کسان ښایي ادعا وکړي چې د بیلا بیلو دلایلو په خاطر خلک په ډله ایزه توګه وژني خو هغه وایي حقیقت داسې نه وي.

" اکثره وخت خلک پخپل شخصي ژوند کې د جنجالونو په خاطر تشدد خوا ته مخه کوي او دا کار د دریو دلایلو په خاطر کوي. اول دا چې په ژوند کې یې کوم غټ تاوان کړی وي. دویم دا چې د کوم کار په خاطر شرمنده شوی وي او دریم یې په هغو کسانو غصه ده چې دې فکر کوي په ژوند کې تاوان او شرمنده ګي یې د همدوي د لاسه ګاللې. "

کارپوهان همدارانګه وایي چې په ډله ایزه توګه د خلکو د وژل کیدو د پیښو د زیاتیدو دوه مهم عوامل دا دي چې لومړی خلک کولی شي په آسانۍ سره وسلې واخلي او بل علت یې ټولنیز مطبوعات، لکه فیس بوک، ټویټر، یوټیوب او نور دي.

دوي وایي کله چې خلک په ټولنیزو رسنیو کې وګوري چې یو قاتل څنګه په خلکو موټر خیژوي لکه تیر کال یې چې په فرانسې کې وکړ، برید کوونکی یو دم مشهور شي او نور خلک هم غواړي چې د هغوي په شان اعمال وکړي او شهرت وګټي.

د امریکا د فدرالي تحقیقاتو ادارې یا ایف بي آی په څیړنو کې معلومه شوې چې پدې تیرو څو کالونو کې په ډله ایزه توګه د خلکو د وژل کیدو پیښې درې چنده زیاتې شویدي.

د متحده ایالاتو د امنیتي ادارو مسؤلینو تر اوسه دا نده معلومه کړې چې ۶۴ کلن سټیفن پډاک ولې د یکشنبې په شپې ۵۹ کسان ووژل او د پنځو سوو نه ډیر یې ټپي کړل.

د پډاک ورور مطبوعاتو ته ویلي دي چې هغه ښه ژوند درلوده او د جایدادونو کاروبار یې کاوه. په امریکایي مطبوعاتو کې دا هم خپاره شوي چې سټیفن پډاک څو ملیارده ډالر درلودل. هغه قمار واهه او ګڼ شمیر وسلې یې درلودلې. چارواکو د هغه په کور او هوټل کې چې دی پکې اوسیده او د همدغه ځای نه یې په خلکو ډزې کولې، د دیرشو نه زیاتې بیلا بیلې وسلې هم تر لاسه کړیدي.

XS
SM
MD
LG