No media source currently available
په سپینه ماڼۍ کې د اټومي وسلو د خونديتوب عالي غونډه کیږي. په دې غونډه کې به په لومړي ځل خاص په دې بحث وشي چې د اټومي وسلو او اټومي موادو لرونکي هېوادونه څنگه په دې ځان ډاډه کړي چی اټومي مواد د اسلامي دولت ډلې یا داعش په څېر ترهگرو ډلو لاس ته ورنشي.