د لاس رسي وړ اتصالات

د خیرکوټ د ځانمرګي برید د مړو شمیر ۱۷ ته ورسید


د پکتیکا والي وایي د دغې برید په ټپیانو کې نهه ماشومان هم شامل دي
د پکتیکا والي وایي د دغې برید په ټپیانو کې نهه ماشومان هم شامل دي

په کابل کې د ملګرو ملتونو دفتر یوناما د پکتیکا د خیرکوټ په ولسوالۍ کې شوی ځانمرګی برید غندلی دی. د یوناما یوه اعلامیه ويي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۷ تنه وژل شوي چې زیات یې ماشومان دي او همدارنګه شاوخوا ۶۰ نور ژوبل شوي دي.

د پکتيکا والي امين الله شارق امريکاغږ ته وويل، چې بمونه په موټرسايکل کې ځای پرځای شوي وو او پرون مازديګر ناوخته د خيرکوټ ولسوالۍ د سيګانه په سيمه کې د واليبال د پايلوبې پرمهال وچول شول.

ښاغلي شارق زياته کړه"په دغه پېښه کې ۱۰ کسان شهيدان شوي او ۳۳ نورټپيان دی. په ټپيانو کې نهه تنه کم عمره ماشومان هم شامل دي. زياتره ټپيان د هليکوپترو په وسيله کابل ته انتقال شوي دي".

والي امين الله شارق دغه راز وويل، چې تېره نيمه شپه له نورو ولايتي چارواکو سره يو ځای د پېښې ځای ته تللی و او زياته يې کړه، چې ظاهراً د پېښې قربانيان ټول ملکي وګړي دي.

خو نوموړي دا خبره نه هم تاييد او نه هم رد کړه، چې د پېښې په ځای کې حکومتي مامورينو شتون درلود که څنګه؟، خو ويې ويل، چې په دې اړه تحقيقات روان دي.

د سيمې يو تن قومي مشر حاجي محمد نعيم بيا امريکاغږ ته وويل، چې د مړو شويو کسانو شمېر ۱۳ تنو ته رسيدلی، چې اووه پکې تنکي ماشومان دي.

هغه د تليفون په کرښه وويل" زه همدا اوس د جنازې په مراسمو کې يم. د دغو ديارلس واړو شهيدانو شويو کسانو لپاره مو يو ځای قبرونه کيندلي او لږ وروسته يې خاورو ته سپارو."

تر اوسه د دې پېښې مسووليت چا ندی منلی، طالبانو د ايمېل له لارې خبريالانو ته په يوه استول شوي پيغام کې د پکتيکا د خيرکوټ په پرونۍ چادنه کې د هر ډول لاس درلودل رد کړي دي.

خو د افغانستان د کورنيو چارو وزارت بيا دغه برید د دغه هېواد د حکومت د وسله والو مخالفینو کار بللی، چې هدف يې وسله وال طالبان دي.

تېر کال د پکتیکا په یحیی خېلو ولسوالۍ کې د واليبال د لوبې پر مهال هم يو ځانمرګی بريد شوی و، چې د ګڼ شمېر ماشومانو په ګډون ۶۴ کسان يې ووژل او تر۹۰ زيات يې ټپيان کړل.
د هغې پېښې زياتره وژل شوي کسان هم د واليبال هغه ميدان ته نږدې يو ځای خاورو ته وسپارل شول، چېرې چې ځانمرګی بريد شوی و.

XS
SM
MD
LG