د لاس رسي وړ اتصالات

نیویارک ټایمز: د کابل بانک ستونزې مالي سیستم لړزولی


د نیویارک ټایمز ورځپاڼه نن لیکي، د افغانستان حکومت د سه شنبې په ورځ د کابل بانک د ژغورلو لپاره اقدام وکړ خو دغه کار په بانکي اود پانگه اچونې په سیستم کې د اندیښنو څپې رامنځ ته کړې چې امکان لري اداري فساد د افغانستان ټول مالي سیستم په خطر کې اچولی وی.

نیویارک ټایمز لیکي، وروسته له دې چې معلومه شوه د کابل بانک تاوان له ٣٠٠ ملیونو ډالرو اوړي نو شیرخان فرنود او خلیل الله فروزي چې د کابل بانک چلوونکي دي، دواړو په چټکۍ سره خپلې دندې د افغانستان د مرکزي بانک په غوښتنه پریښودلې. دا تاوان د کابل بانک د شتمنیو نه هم ډیر زیات دی.

ورځپاڼه زیاتوي، د افغانستان مرکزي بانک د کابل بانک لپاره نوی رئیس د مسعود موسی خیل غازي په نامه یو کس مقرر کړ.

افغان او امریکايي مامورینو د کابل بانک په مالي حالت باندې سخت خبرداری ورکړ او ویې ویل چې دا کار ددې سبب کیږي چې د افغانستان په کمزوري مالي سیستم باندې اعتبار ختم شي کوم چې د طالبانو د پرزیدلو وروسته تریو حده پورې پرځای شوی ؤ.

نیویارک ټایمز لیکي، چې د اوس لپاره اندیښنه داده چې د کابل بانک مالي بې قاعدگي په چټکی سره نورو بانکونو او مالي موسسو ته هم سرایت ونه کړي او نور به هم زیانمنې کړي.

د افغانستان مامورین وايي په افغانستان کې بانکې پس انداز یا زیرمې د حکومت لخوا نه تضمین کیږي. مامورین زیاتوي چې راتلونکې څو ورځې به د ملک لپاره ډیرې ټاکونکې ورځې وي.

ورځپاڼه لیکي چې د کابل بانک رئیس ښاغلی فرنود په افغانستان کې د سیاسي او اقتصادي غوټو یوه برخه جوړوي. ده حکومت پاله اوحکومت دی پاله. ښاغلی فروزي د حامد کرزي سلا کار ؤ او ده د کرزي د انتخابیدلو په مبارزو کې په ملیونو افغانۍ لگولي وو.

نیویارک ټایمز لیکي، امریکايي تحقیق کونکي وايي ښاغلی فرنود غیر معمول مالي معاملې کړیدي او په دې معاملو کې په ملیونو ډالر سیاسي څیرو ته برابر کړي کوم چې د ښاغلي کرزي سره تړاو لري.

امریکايي مامورینو ویلي دي چې د کابل بانک په امورو کې ددولت مداخله د ښاغلي کرزي په رضایت او هغه وخت شوله چې د بانک د مالي ستونزو په برخه کې ده ته کافي معلومات ورکړل شول.

د تحقیقاتو په جریان کې دا خبره هم معلومه شویده چې دغه بانک د حوالې د یوې کمپنۍ سره چې د افغانستان نه د پیسو د ایستلو په کارو بار کې بوخته ده، اړیکې لري.

ددې کمپنۍ له لارې د مخدره موادو، د افغانستان د سیاستمدارانو پیسې او همدارارنگه ددولت د مخالفینو پېسې هم لیږدول کیږي. مالي کارکونکي وايي چې د بانک له پاره د حوالې د سیستم نه کار اخیستل ناجایز ځکه دي چې دوی سره الکترونیکي سیستم شته او د هغه اسناد هم څیړل کیدلي شي. نه ښاغلی فرنود او نه هم فروزی د تبصرې له پاره حاضر شول.

XS
SM
MD
LG