د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: بچیان به مو ډېر ژر خپلو کورونو ته راشي


داسې ښکاري چې په افغانستان کې به د زیات شمیر امریکایي سرتېرو لپاره دا ورستی کرېسمس وي.

جمهور رئیس بارک اوباما، او مېرمن یې مېشل اوباما، د یوې وینا پرمهال خپلو ټولو هېوادوالو ته د کرېسمس د مبارکي وېلو ترڅنگ یوځل بیا ډاډ ورکړ چې بچیان به یې ډېر ژر بیرته خپلو کورونو ته راستانه شي.

ښاغلي اوباما، له دې وینا نه په استفادې سره د متحده ایالتونو د بهرني سیاست په اړه خبرې وکړې او ووېل " زموږ ماموریت په افغانستان کې په څو ورځو کې پای ته رسیږي او زموږ اوږده جگړه به په مسولانه توگه پای ته ورسیږي."

ښاغلي اوباما، په افغانستان کې د امریکایي پوځیان د خدمت د ستاینې ترڅنگ ووېل، دا کار امریکایان ته دا موقوع ورکوي ترڅو په ټولو هغو شیانو فکر وکړي چې امریکایي سرتېرو او د هغوی کورنیو خپلو هېوادوالو ته ورکړي دي.

د امریکا د ولشمر بارک اوباما څرگندونې
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:15 0:00

د جمهور رئیس مېرمن مېشل اوباما، هم په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د ستاینې ترڅنگ د متحده ایالتونو پر ولس غږ وکړ چې له خپلو اتلان ستاینه وکړي. مېرمن مېشل اوباما، زیاته کړه چې دا د امریکا د ولس وجیبه ده ترڅو د خپلو راستنېدونکو سرتېرو خدمت په هغه شان وکړي لکه دغو سرتېرو چې د خپل ولس خدمت کړی.

د جمهور رئیس اوباما میرمن میشل اوباما د راستنیدونکو سرتیرو خدمت د ولس وجیبه بولي
please wait

No media source currently available

0:00 0:00:15 0:00

په افغانستان کې مېشت امریکایي پوځیان هم کرېسمس یا د مسحیانو په باور د حضرت عیسی د زېږېدنې ورخ په خوشحالیو او دعاگانو ولمانځله.

ټاکل شوې ده چې متحده ایالتونه د ٢٠١٥ کال د لمړیو څو میاشتو لپاره د مخکني پلان په خلاف زر تنه نور اضافي سرتېري هم په افغانستان کې پریږدي.

د متحده ایالتونو د دفاع وزیر چک هېگل، د ډسمبر میاشتې په لمړیو کې د طالبانو لخوا د گواښونو په نظر کې نیولو سره اعلان وکړ چې امریکا به د ٩٨٠٠ سرتېرو پرځای ١٠٨٠٠ سرتېري په افغانستان کې وستاي.

د رویټرز آژانس:

د سید عزیزالرحمن ژباړه

XS
SM
MD
LG