د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په تاریخي سفر کیوبا ته ځي


ټاکل شوې چې جمهور رئیس اوباما د مارچ د میاشتې په نیمایي کې د لاتینې امریکا هیوادونو ته سفر وکړي.
ټاکل شوې چې جمهور رئیس اوباما د مارچ د میاشتې په نیمایي کې د لاتینې امریکا هیوادونو ته سفر وکړي.

د متحده ایالاتو لوړپوړو مقاماتو ویلي دي چې جمهور رئیس بارک اوباما په پام کې لري چې په څو راتلونکو اونیو کې کیوبا ته یو تاریخي سفر وکړي او د امریکا لومړنی جمهور رئیس شي چې په تیرو اوه لسیزو کې دغې ټاپو ته سفر کوي.

د ښاغلي اوباما دغه لنډ سفر چې تمه ده د مارچ د میاشتې په نیمایي کې وشي د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو د یو نوي فصل د پرانستلو لپاره به یو ښه فرصت وي.

وروسته له هغې چې تیر کال اوباما او د کیوبا جمهور رئیس راول کاسترو د بیا ځلي اړیکو د ټینگولو لپاره یو نوی لاره غوره کړه د دواړو هیوادونو په پایتختونو واشنگټن او هاوانا کې سفارتونه پرانستل شول او د شپږو لسیزو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ سوداگریز پروازونه هم پیل شول.

یو امریکایي مقام چې نه یې غوښتل نوم یې واخیست شي د اسوشیتید پرس اژانس ته ویلي چې په کیوبا کې د ښاغلي اوباما تم کیدل لاتینې امریکا ته د هغه د سفر یوه برخه ده چې له اوږدې مودې راهیسې یې تمه کیده.

د امریکا د جمهوري ریاست نوماند سناتور ټډ کروز چې پلار یې ۱۹۵۰ لسیزه کې له کیوبا څخه متحده ایالاتو ته راوتښتید، د جمهور رئیس اوباما په سفر باندې په انتقاد سره وویل چې ښاغلی اوباما نه ښایي چې د کاسترو د کورنۍ د واکمنۍ پر وخت کیوبا ته ولاړ شي.

د امریکا د ٢٠١٦ کال د جمهوري ریاست د انتخاباتو بل کاندید سناتور مارکو روبیو چې هغه هم په یوې کیوبایي مهاجرې کورنۍ کې زیږیدلی دی د ښاغلي اوباما په سفر باندې په انتقاد سره ویلي وو چې هغه د "امریکایي ضد استبدادي نظام" له مقاماتو سره نه غواړي چې وگوري.

له دې سره سره د کیوبا سره د دیپلوماتیکو اړیکو ټینگول چې د امریکا پخوانی دښمن گڼل کیږي، د جمهور رئیس بارک اوباما لپاره په بهرني سیاست کې ستره لاس ته راوړنه بلل کیږي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د تاریخ په څانگه کې د موجود سندونو په بنسټ پخواني ولسمشر هري ترومن په ۱۹۴۸ کال کې د کیوبا ټاپو ته سفر کړی و او جیمي کارتر هم په ١٩٨١ کې د جمهوري ریاست له دورې وروسته څو ځلې دغه ټاپو ته تللی و.

خو د امریکا پخوانی ولسمشر کلفین کولیج لومړنی برحاله جمهور رئیس و چې په ۱۹۲۸ کال کې هاوانا ته رسمي سفر کړی و او تمه ده چې د هغه وروسته به بارک اوباما دوهم جمهور رئیس وي چې دغه ښار ته په رسمي سفر ځي.

XS
SM
MD
LG