د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما غواړي د هند سره تجارتي اړیکې تقویه کړي


جمهور رئیس اوباما غواړي د هند سره تجارتي اړیکې تقویه کړي
جمهور رئیس اوباما غواړي د هند سره تجارتي اړیکې تقویه کړي

د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د هغو کوششونو په لړ کی چي غواړي د هند سره چي اقتصاد یې تازه په وده کي دی تجارتي اړیکي پراخي او تقویه کړي، دهغه هیواد سره د تجارتي خنډونو د لیري کولو د پاره خپل پلانونه اعلان کړی دي.

جمهوررئیس اوباما نن د شنبې په ورځ د هند په مومبای کي چی د هغه هیواد لوی تجارتي مرکز دی، د هند او امریکا د سوداگرو یوې ډلي مشرانو ته وینا وکړه او هند ته یې د امریکا په صادراتو کي د محدودیتونو په لیري کولو کي یو لړ پیشنهادونه یاد کړل.

هغه دغه راز د هند سره په نوو تجارتي معاملو باندي هم وغږید او ویې ویل چي هغه به په امریکا کي ٥۴ زره خلکو ته کارونه پیدا کړي.

هند آسیا ته د ښاغلي اوباما د لس ورځني سفر لومړی تم ځای دی.

جمهوررئیس او میرمن یې ( میشل اوباما ) په مومبای کي د تاج محل په هوټل کي چي د ٢٠٠٨ کال د نومبر په میاشت کي تروریستانو حملې پر وکړې او ١٦٦ کسه یې ووژل، اوسیږي. هغه نن سهار په یوه بیانیه کي دغه هوټل د هند د خلکو د قوت یوه څرگنده نښه وبلله. هغه دا هم وویل چی دی کله چي په نوي ډهلي کي د صدراعظم ( من موهن سینگ ) سره وگوري، دې ته سترگي په لار دی چي د تروریزم په خلاف د هند سره همکاري نوره هم پسې زیاته کړي.

د هند مطبوعاتي مبصرانو ډیر ژر دا خبره وکړه چي د امریکا جمهوررئیس کله چي یې د مومبای د تروریستي حملو په باب وینا کوله، نو په هغې کی یې د پاکستان نوم چي د لسو حمله کونکو کورنی هیواد دی، یاد نه کړ. هند په پاکستان کي دیره د لشکر طیبه په ډلي باندی ددغو حملو د کولو تور لگوي.

XS
SM
MD
LG