د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د افغانستان د جګړې بودیجه دي کمه سي


د امریکا جمهوررئیس براک اوباما د افغانستان د جگړې په بودیجه کي د کموالي غوښتنه کړې ده.

د رویترز خبري آژانس د سپیني ماڼۍ د یوه چارواکي له قوله چي نوم یې نه دی اخیستی ویلي دي چي جمهوررئیس په ٢٠١۴م مالي کال کي د افغانستان په جگړه کي په خپله بودجه کي د ١٠ فیصد کمیدلو غوښتنه کړې ده.

په رپوټ کي ویل شوي دي چي جمهورئیس دا بودجه د ٨٨،٥ ملیارډ ډالرو نه چي اصلا یې غوښتنه کړې وه، اوس غواړي چي هغه دي ۴،٧٩ملیارډ ډالرو ته را کمه شي.

سپیني ماڼۍ پرون د جمعې په ورځ یوه بیانیه خپره کړې او په هغې کي یې ویلي دي چي دا بدلون ددې د پاره غوښتل شوی دی چي د هغو عسکرو کمیدل په پام کي ونیول شي چي ټاکل شوې بل کال پیل شي.

جمهوررئیس ٢٠١۴م کال د افغانستان نه د امریکا د زیاترو عسکرو د راوتلو لپاره ټاکلی دی، په داسي حال کي چي په کافي شمیر نور نظامي کارکونکي به همالته وساتي چي د افغان قواوو ملاتړ ته دوام ورکړي او یوڅه عملیات هم ترسره کړي.

د امریکا غږ د ډېوې د خپروني یوه خبریال ویلي دي چي د امریکایي قواو د راوتلو نه مخکي د افغانستان او پاکستان تر منځ په سرحدي سیمو کي په دې وروستیو ورځو کي ټرافیک گڼ شوی او په نظامي موادو او سامانونو بار ډیري لارۍ د افغانستان نه د پاکستان خوا ته را وړي.

له بلي خوا د امریکا ددفاع وزارت د کانگرس نه غوښتي دي چي د افغانستان د جگړو د لگښتونو د زیاتیدو سره دي ددغه وزارت پیشنهاد شوې ١٠ ملیارډ ډالره بودجه منظور کړي.

پنټگان دا غوښتنه د جمعې په ورځ د کانگرس نه وکړه. کانگرس اصلا ددې بودجې وروستی حد په کال کي ٧،٥ ملیارډ ډالره ټاکلی و او دا نه ده معلومه چي کانگرس به دغه نوې بودجه منظور کړي که نه.
XS
SM
MD
LG