د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما-کیمرون: د افغانستان تګلاره پر خپل حال پاته ده


د امریکا ولسمشر بارک اوباما او د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کیمرون یوځل بیا پر هغو پلانونو باندي ټینګار وکړ چې غواړي راروان کال په افغانستان کې خپل محاربوي نقش په مشورتي او حمایوي نقش باندي بدل کړي. دواړو مشرانو په سپینې ماڼۍ کې د ایران، سوریې او نړۍ د نورو سیمو په هکله خبري وکړې.

ولسمشر اوباما د بریتانیې صدراعظم ته په سپینه ماڼۍ کې ښه راغلاست ووایه او د دواړو هیوادونو ترمنځ اتحاد یې مهم او حیاتي وباله.د سپنې ماڼۍ د لیدو کاتو پر مهال ښاغلي اوباما او صدراعظم کمیرون د هغې پریکړې په تړاو خپل پلانونه وړاندي کړل چې په لړ کې به یې په کال ۲۰۱۳ کې په افغانستان کې د ناټو د تړون محاربوي نقش د سلامشورې په نقش بدل شي او افغان ځواکونه به په خپله د عملیاتو مشري په غاړه واخلي.

خو ښاغلي اوباما خبریالاتو ته وویل چې هیڅ داسي پلان نشته چې په لړ کې یې د افغانستان څخه ځواکونه د ټاکلې مودې نه مخکي راویستل شي.هغه داسي وویل: ،،زه داسي وړاند وینه نه کوم چې په اوسنیو شرایطو کې دي مونږ خپل په روان مهال وېش کې کوم اضافی یا یو دمي بدلون راولوو.،،

د بریتانیې صدراعظم ډیویډ کیمرون وویل چې په افغانستان کې پرمختګ روان دی.هغه داسي وویل: ،،اوس هم زیات شمیر ننګونې سته چې مونږ یې باید حل کړو خو هغه څه چې په افغانستان کې اوس مهال روان دي د ۳، ۴ او ۵ کلونو مخکي وضیعت په پرتله زیات توپیر لري.،،

دغه راز د امریکا او بریتانیې مشرانو پر دې موافقه وکړه چې پر ایران باندي به نړیوال فشار ته ادامه ورکړي چې دغه هیواد خپل د اټمي پروګرام په خاطر د نړیوالو سره خبرو ته حاضر شي. ایران وايی چې اټمي پروګرام یې د سوله ایزو مقاصدو دپاره دی.

ولسمشر اوباما وویل چې د ایران دپاره د ستونزې د حل تر ټولو غوره لاره مزاکرات دي. ښاغلي اوباما داسي وویل:،،هغه چانس چې دغه موضوع د ډیپلوماتیکي لارې نه حل شي ورځ په ورځ کمېږي.،،

همداشانو دواړو مشرانو پر دې باندي هم هوکړه وکړه چې د سوریې پر ولسمشر بشرالاسد باندي فشار زیات شي چې خپل د خلګو پرضد د ظلم څخه لاس واخلي.

ښاغلي کمیرون وویل چې په سوریې کې د وژنو د درولو تر ټولو چټکه لار دا ده چې ولسمشر اسد قدرت پرېږدي.

هغه داسي وویل: ،،زمونږ د دواړو هیوادونو ټیمونو پر دې مونږ باندي له ډیر نږدې نه کار کوي او زمونږ تمرکز لکه څنګه چې ما وویل دا دی چې یو عبوري بهیر رامنځ ته شي، مونږ نه غواړو چې پاڅون ته لمن ووهو.،،

ښاغلي کیمرون وویل چې هغه به دروسیې او چین سره خبري وکړي چې د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د پریکړه لیک ملاتړ وکړي چې په سوریه کې وینه تویدنه وغندل شي. د یادونې وړ ده چې د روان کال د فیبرورۍ د میاشتې پر ۵ باندي ورته پریکړه لیک صادر شو خو روسیې او چین چې د امنیت په شورا کې دایمي غړي دي او د ویټو حق لري ، دغه پریکړه لیک یې ویټو کړ.

د یادونې وړ ده چې د بریتانیې د صدراعظم ډیویډ کیمرون په ویاړ پرون په سپینه ماڼۍ کې رسمي میلمستیا شوې وه.

د دې مخکي هم سپینې ماڼۍ د بریتانیې د صدراعظمانو دپاره درې رسمي میلمستیاګانې کړي دي چې یوه یې په کال ۱۹۹۸ کې د توني بلیر دپاره وه ، بله یې په کال ۱۹۸۸ کې د مارګریټ تاچر وه او دریمه یې هم په کال ۱۹۷۷ کې د صدراعظم جیمس کلاګان دپاره وه.

XS
SM
MD
LG