د لاس رسي وړ اتصالات

د کانګرس د اکثریت ګټلو دپاره د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو سیالي


د کانګرس د اکثریت ګټلو دپاره د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو سیالي
د کانګرس د اکثریت ګټلو دپاره د جمهوري غوښتونکو او دیموکراتانو سیالي

په داسي حال کې چې د آمریکا د کانګرس غړي په رخصتۍ ولاړل او غواړي چې د نومبر د دویمې نېټي د ګانګرس د انتخاباتو دپاره کمپاین وکړي، د آمریکا جمهور ریْس بارک اوباما پرون د پنجشنبې په ورځ د کانګرس د دیموکرات ګوند مشرانو سره وکتل. د سپینې ماڼۍ نه د آمریکا غږ خبریال دن رابینسن په دې باب لاندي ریپوټ رالېږلی دی.

د دیموکرات ګوند د مشرانو او جمهور ریْس اوباما ترمنځ د خبرو تمرکز د نومبر د دویمې نېټې د انتخاباتو پر وروسته وخت باندي و. دا په داسي حال کې ده چې د دې امکانات موجود دي چې په یادشویو انتخاباتو کې دیموکراتان په سنا او ولسي جرګه کې اکثریت بایلوي.

دغه لیده کاته په داسي حال کې کېږي چې کانګرس چې اکثریت یې دیموکراتان دي، په رسمي توګه چارې بندې کړې او د غړو دپاره یې د رخصتې اعلان وکړ ترڅو وکیلان د دې موقع پېدا کړي چې خپلو سیمو او ولسوالیو ته ولاړ شي او هلته د انتخاباتو مخکي کمپاین وکړي.

د سنا او ولسي جرګې رخصتیو د جمهور ریْس اوباما د اهدافو نه یو مهم هدف نا تمامه پرېښود او هغه د عایداتي مالیاتو د راکمیدو مهلت دی چې پای ته رسیدلې. دا هغه موضوع ده چې په ټول ملک کې پرې تاوده بحثونه راوان دي. دا او دې ته ورته نورو موضوګانو پر سر به د نومبر په منځ کې مخ کې له دې چې د جنورې په میاشت کې د ولسي جرګې نوي غړي کار پیل کړي، بحثونه بیا پیل شي.

د یادونې وړ ده چې که چیري دیموکراتان په سنا او ولسي جرګه کې اکثریت بایلي نو دا به ورته یوه لویه ضربه وي او د لوایحو د منظورولو پر لړۍ به سخته اغیزه واچوي. دا په داسي حال کې ده چې جمهور ریْس اوباما خپل د لوایحې د منظورولو په اجندا کې د اکثریت برسیره د جمهوري غوښتونکو د مخالفت له وجې د ستونزو سره لاس او ګریوان و.

د دیموکرات ګوند مشرانو د جمهور ریْس اوبما سره د لیدو وروسته خبریالانو ته هیڅ ونه ویل. خو وروسته یې په کانګرس کې د خپلو لاسته راوړنو لست مطرح کړ چې په کښي د صحي سیستم د اصلاح مسله وه کوم چې جمهوري غوښتونکو هوډ کړیْ چې که چیری د کانګرس اکثریت وګټي نو دغه لایحه به بیرته لغوه کړي. دغه راز یادشویو دیموکرات مشرانو د مالي سیستم اصلاح کولو ته هم د لاسته راوړنې په سترګه وکتل.

د ولسي جرګې د اکثریت مشر ستیني هویر د جمهور ریْس اوباما او دیموکراتو د حاکمیت پر وخت پرمختګ د جمهوري غوښتونکو او پخواني جمهور ریْس بوش سره مقایسه کړ.

هویر داسي وویل: ،،د مینځني عاید لرونکو کورنیوو په استاځیتوب زمونږ کړنې د جمهوري غوښتونکو د کړنو سره ډیر توپیر لري او زه په دقیق توګه د پخواني جمهور ریْس بوش د کلونو ناکامې اجنډا ته اشاره کوم، یوه داسي اجنډا چې د بودیجې کسر یې رامنځ ته کړ، د مینځني عاید آمریکایان یې د ستونزو سره مخامخ کړل او د جمهوري غوښتونکي هیربیرت هوور د وخت راهیسي یې تر ټولو بد اقتصادي وضعیت پر ملک باندي راووست.،،

په عین حال کې د کانګرس د اقلیت مشر جمهوري غوښتونکي جان بینیر هم یوه بیانیه ورکړه او وویل چې کانګرس د نورمال حالت او مسیر نه وتلی دیٌْ. هغه د قوانینو د تبدیلولو وړاندیز وکړ ترڅو د کانګرس غړو ته د دې زمینه مساعده شي چې د فیدرالي مصارفو نه مخنیوی وکړي.

ښاغلي بینر داسي وویل ،،کانګرس په اضطراري حالاتو کې لیدل کېږي. دغه بنیاد کار نه کوي، سنجش نه کوي او داسي ښکاري چې د دې توان یې دلاسه ورکړیْ چې د آمریکا د خلګو د ارادې استاځیتوب وکړي.،،

په عین حال کې د سنا ریْسې ننسي پیلوسي د ښاغلي بینیر څرګندونې رد کړې او وویل چې جمهوري غوښتونکو مخکي له دې چې په کال ۲۰۰۶ کې د کانګرس کنټرول د لاسه ورکړي د آمریکا ملي پور یې تقریبا دوه چنده ته ورسوه.

پیلوسي داسي وویل ،،دا د حیرانې خبره نه ده چې ښاغلیْ بینر پر دې موضوع باندې خبري کوي ځکه دوي بله هیڅ د پام وړ موضوع نلري چې د آمریکا خلګو ته یې وړاندي کړي.،،

همداشان د سپینې مانۍ ویاند رابرت ګیپس د یوې پوښتنې په ځواب کې چې وايي کانګرس په دې ونه توانید چې په اوسنۍ دوره کې د حکومت د لګښتونه لایحه منظور کړي وویل چې د دې ستونزې زیاته برخه جمهوري غوښتونکو ته متوجې ده ځکه دغه لایحه باید د ۶۰ اکثریتو رایو په مرسته تصویب شوې وای.

ښاغلي ګیپس داسي وویل ،،همدغسي مسلې هلته روانې دي. زه فکر نه کوم چې دا دي د هغه ځای د چلولو دپاره مناسبه لاره وي. دا هغه څه نه دي چې د آمریکا خلګ یې غواړي چې وېویني. خو جمهوري غوشتونکو د زیاتې مودې راهیسي په همدغه شکل په کانګس کې عمل کړی دی.،،

د یادونې وړ ده چې په داسي حال کې چې د کانګرس دواړه ګوندونه په رخصتي تللي دي او د راتلونکو انتخاباتو دپاره کمپاین کوي، د یو لړ سرویګانو سره مخ دي او په دغو سرویګانو کې ویل شوي چې زیات شیمر آمریکایان په دې فکر کې دي چې دوی په سمه توګه خپل کار نه کوي. د سیاسي چارو د مبصرینو په آند دغه ډول حالت به ژر بدل نسي.

XS
SM
MD
LG