د لاس رسي وړ اتصالات

جمهور رئیس اوباما یو ځل بیا په هیواد کې د امنیت ډاډ ورکړ


د امریکا جمهور رئیس براک اوباما چې ترویزم ضد په ملی مرکز کې یې وینا کوله، د فرانسې په پاریس او د کالیفورنیا د سان برناردینو په ښار کې د تروریستي بریدونو نه وروسته یې د امریکا ولس ته یې د امنیت ډاډ ورکړ. دغه دواړه بریدونه د اسلامي دولت یا داعش " ملاتړ کوونکو" کړي.

اوباما پخپلو خبرو کې ترویستي ډلو ته خبرداری ورکړ.

"هغوي ته زمونږ پیغام دا دی، که چیرته تاسو په امریکایانو برید وکړ، د پټیدو لپاره به هیڅ خوندی ځای ونلرئ. مونږ به مو پیدا کړو او مونږ د خپل ملت دفاع کوو."

جمهور رئیس اوباما پخپلو خبرو کې وویل " هغه کسان چې د نوي کال د رارسیدو لپاره تیاری نیسي او هغوي چې غواړي سفر وکړي، باید ډاډمن وي چې یو شمیر په هیواد مین کسان شپه او ورځ د هغوي د حفاظت لپاره کار کوي. "

مطبوعاتو سره د خبرو نه وړاندې، جمهور رئیس اوباما د خپل ملي امنیت د ټیم سره وکتل او د سان بارناردینو په ښار کې د برید د پلټنو په هکله یې تازه معلومات د هغوي نه واخیستل.
جمهور رئیس اوباما د سن بارناردینو د پیښې تحقیق کوونکو ته چې کوښښ کوي معلومه کړي دا برید ولې او څنګه وشو، وویل چې " د دې پیښې په تحقیقاتو کې دې هیڅ شي د پلټنو پرته نه پریږدي."

اوباما پخپلو خبرو کې د استخباراتي او تروریزم مامورینو فعالیتونو ته په اشارې سره وویل " اکثره امریکایان به ښایي خبر نه وي، خو زمونږ استخباراتي او تروریزم ضد ادارو د تروریستانو په خلاف ډیر څه کړي، د دسیسو مخه یې نیولې، د هغوي بریدونه یې شنډ کړي او د خلکو ژوند یې ژغورلی. "

جمهور رئیس اوباما د یوه نړیوال ائتیلاف په جوړیدو کار کوي چې په عراق او سوریې کې د اسلامي دولت یا داعش په خلاف جګړه وکړي. اوباما وویل " هر څه مو چې په قدرت کې وي، امریکا ته د تروریستانو په مخنیوي کې به یې دریغ نکړو. " اوباما د خلکو نه وغوښتل چې " ډار ته دې نه تسلیمیږي."

XS
SM
MD
LG