د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د امریکا اقتصاد له بېحسابه خطر سره مخ دی


د امریکا د پور اخیستلو د سطحې د لوړولو پر سره د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ دا څو ورځې ناندرﺉ روانې دي.
د امریکا د پور اخیستلو د سطحې د لوړولو پر سره د دیموکراتانو او جمهوري غوښتونکو تر منځ دا څو ورځې ناندرﺉ روانې دي.

د امریکا جمهور رئیس بارک اوباما وایي که د هیواد د پور اخیستلو کچه لوړه نه شي د امریکا اقتصاد ته به بې حسابه تاوان پیښ شي.

ښاغلي اوباما تیره شپه خپل اولس ته څو ساعته وروسته له هغې وینا وکړه چې د امریکا په کانګرس کې د جمهوري غوښتوونکي او دموکرات ګوند مشرانو د حکومت د لګښت د کمولو او د هیواد د پور اخیستلو د کچې د لوړولو په مقصد ځانګړي پلانونه وړاندې کړه.

د سپینې ماڼۍ او کانګرس ترمنځ د اونیو راهیسې ناکامو خبرو هیواد د جمهور رئیس په وینا له خطرناک حالت سره مخامخ کړی. ښاغلی اوباما وایي د حکومت مالی دفالت یا د پور د نه ادا کولو حالت به د بې باکۍ او بې مسولیتۍ نتیجه وي.

".. مونږ به د ژور اقتصادي کړکیچ لامل شو چې ددې کړکیچ سبب به تقریبا په بشپړه توګه واشنګټن وي. نو په وظایفو کې غفلت ددې بحث په وړاندې د بې باکۍ او بې مسولیتۍ نتیجه ده او جمهوري غوښتوونکي مشران وایي دوی په دې موافق دي چې باید دپور د نه اداکولو مخنیوی وشي."

جمهور رئیس پر محافظه کارو جمهوري غوښتوونکو په دې خاطر نیوکه وکړه چې یواځې د لګښت په کمولو او پرته له دې چې له شرکتونو او بډائیو امریکایانو څخه وغواړي چې د مالیاتو په نظام کې رښتنی بدلون راوړي د پورونو د بحران حل کولو ته انتظار باسي.

په عکس العمل کې لوړپوړي جمهوري غوښتوونکي د ولسي جرګې رئیس جان بوینر د اوباما له وړاندیز شوي پلان سره د خپل ګوند مخالفت څرګند کړ.

"تاسې ګورئ، په کانګرس کې کوم خنډ نشته. ولسي جرګې د دواړو ګوندونو په ملاتړ د پور اخستلو سند تصویب کړ او په دې اونۍ کې په داسې حال کې چې د سنا مجلس هڅه کوي هغه سند چې په ناسم حساب او د واشنګټن په لاسوهنه برابر شوی تصویب کړي، مونږ بل سند چې د امریکا د سنا مجلس د دواړو ګوندونو په ملاتړ برابر شوی تصویبوو. زه اټکل کوم چې هغه سند به سنا تصویب کړي او جمهور رئیس ته به یې د لاس لیک لپاره واستوي. که جمهور رئیس لاس لیک کړ د بحران هغه فضا چې هغه رامنځ ته کړې، هغه به له مینځه لاړه شي."

دمخه تر دې سپینې مانۍ ویلي و چې د سنا مجلس د دموکرات مشر هري ریډ له خوا د وړاندیز شوي پلان ملاتړ کوي. د هغه په پلان کې دوه عشاریه اوه تریلونه سپما او د راتلوونکو ټول ټاکونو پورې د هیواد د پور اخیستلو د کچې لوړول شامل دي.

XS
SM
MD
LG