د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د ۶۶۲ میلیاردو ډالرو د د فاعي چارو د لګښت لایحه لاس لیک کړه


اوباما د ۶۶۲ میلیاردو ډالرو د د فاعي چارو د لګښت لایحه لاس لیک کړه
اوباما د ۶۶۲ میلیاردو ډالرو د د فاعي چارو د لګښت لایحه لاس لیک کړه

سره له دې چې یو لړ مسایل وو چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما یې زړه نا زړه کړی و خو هغه د دفاعي چارو د لګښت لایحه لاس لیک کړه. په لایحه کې د ښاغلي اوباما زړه نازړتوب او ملاحظات د مشکوکو ترهګرو څخه د تحقیقاتو ، ګرفتارۍ د قوانینو او محاکمې په برخو کې وو.

ولسمشر پرون د شنبې په ورځ د ۶۶۲ میلیاردو ډالرو لایحه په هوايي کې د رخصتۍ پر مهال لاس لیک کړه. د نوموړي لایحې د لاس لیکولو پر وخت ښاغلي اوباما د کانګرس پر ځینو غړو باندي نیوکه وکړه چې هڅه یې کوله ترڅو ددغه لایحې په ذریعه د ترهګرۍ ضد چارواکو ځواکمنتیا محدودوه کړي چې آمریکا وژغوري .

ښاغلي اوباما دغه لایحه د څو میاشتو تاودو بحثونو وروسته لاس لیک کړه. دغه بحثونه عمدتا په دې هکله و چې څنګه هم د مشکوکو ترهګرو نه تحقیات وشي او هم د امریکايي اتباو حقوق چې د امریکا اساسي قانون ورته ورکړي دي، تر پښو لاندي نشي.

سپینې ماڼۍ ګواښ کړی و چې دغه لایحه به ویټو کړي خو کله چې کانګرس په لایحه کې یو لړ بدلونونه راوستی نو سپینه ماڼۍ د خپل ګواښ نه تیره شوه.

په دغې لایحې کې پر ایران باندي هم نوي بندیزونه لګول کېږي چې ددغه هیواد توان چې خپل اټمي پروګرام تمویل کړي، کمزوری کړي.

د امریکا د بندیزونو په ځواب کې ایران ګواښ کړی دی چې د هورموز تنګی چې د فارس په خلیج کې یو مهم او ستراتيژیک تنګی دی، د تیلو پر وړاندي وتړي. ددغه تنګي د تړلو په صورت کې په نړۍ کې د تیلو پر بیوو باندي ځینې اغیزې راتلای شي.

همدغه شان په نوې لایحې کې پاکستان ته د ۷۰۰ میلیونو ډالرو پر مرستې باندې هم تر هغه پوري بندیز لګول شوی دی چې دغه هیواد د تعبیه شویو بمونو سره د مبارزې دپاره یوه تګلاره جوړه کړي.

XS
SM
MD
LG