جمهور رئیس براک اوباما د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د دیموکرات ګوند مخکښې او احتمالي کاندیدې هیلري کلنټن سره د خپل ملاتړ اعلان وکړ.
کلنټن د ښاغلي اوباما د جمهوري ریاست په لومړۍ دورې کې د بهرنیو چارو وزیره وه.
په یوه ویډیو کې چې د میرمن کلنټن د انتخاباتي مبارزې په ویب پاڼې کې خپره شویده، جمهور رئیس اوباما کلنټن ته مبارکي ورکوي چې د دیموکرات د ګوند احتمالي کاندیده شوه او تاریخ یې جوړ کړ. د بهرنیو چارو دغه پخوانۍ وزیره د امریکا په تاریخ کې لومړنۍ میرمن شوه چې د یوه غټ ګوند احتمالي کاندیده ټاکل کیږي.
ښاغلي اوباما په ویډیو کې همدارنګه ویلي دي " زه پوهیږم چې د جمهوري ریاست دنده څومره ګرانه ده او زه پوهیږم چې هیلري به دا دنده په سمه توګه ادا کړي. "
جمهور رئیس براک اوباما هیلري کلنټن زړه وره او مهربانه وګڼله او وایي چې د هیلري کلنټن په شان "بل داسې وړ شخص د جمهوري ریاست د مقام لپاره نه ویني. "
د جمهوري رئیس د ملاتړ له برکته به اوس هغه اندیښنې هم له منځه ولاړې شي چې خلکو د دیموکرات د ګوند تر منځ د اختلافاتو په هکله درلودلې.
ښاغلي اوباما پرون د دیموکرات د ګوند د بل کاندید سناتور برني سنډرس سره هم وکتل. ښاغلی سنډرس د مشرانو په جرګه ګې د ورمانت د ایالات استازی دی.
هغه د جمهور رئیس اوباما سره د ملاقات نه وروسته د سپینې ماڼۍ نه بهر خبریالانو ته وویل چې " هیلري لري د کلنټن سره به هم ډیر ژر وګوري".
سنډرس وایي د کلنټن سره په ملاقات کې به پدې خبرې وکړي چې څرنګه د جمهوري غوښتونکو د ګوند احتمالي کاندید ډانلډ ټرمپ ته د جمهوری ریاست په عمومي انتخاباتو کې ماتې ورکړي.
دا انتخابات د همدې کال د نومبر په میاشت کې کیږي.
برني سنډرس په ډانلډ ټرمپ انتقاد وکړ چې د انتخاباتي مبارزې پر وخت یې د تعصب او سپکاوي نه ډکې ویناوې کړیدي او زیاته یې کړه چې که چیرته ټرمپ د متحده ایالاتو جمهور رئیس شي، دا به " ناورین وي. "