د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د اف بي آی دپاره جیمس کامې ونوموی


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د پخواني ولسمشر جورج ډبلیو بوش د وخت یو لوړ پوړی چارواکی د اف بي آی یا د فیډرالي تحقیقاتو د سازمان د مشر په توګه انتخاب کړی دی.

ښاغلی اوباما به چې په خپله یو ډیموکرات دی د جمعې په ورځ په رسمي توګه جیمس کامي د اف بي آی د مشر په توګه ونوموي چې د ربرت مولر پر ځای ددغې ادارې د مشرۍ چارې په غاړه واخلي.

ښاغلی مولر د ۲۰۰۱ کال راهیسې د اف بي آی مشري کوي او ویلي یې دي چې غواړي د روان کال په مني کې استعفی وکړي. هغه یوه اونۍ مخکي له دینه چې د سپتمبر د ۱۱ مې نېټې تروریستي حملې وشي، د اف بی آی مشرۍ ته وټاکل شو.

کامي د پخواني ولسمشر بوش په وخت کې د لوی څارنوال مرستیال وو.



هغه په دې خاطر مشهوره دی چې په ۲۰۰۴ کال کې یې د کورني څار د پروګرامونو د حقوقي برخو د منظورۍ څخه انکار وکړ البته هغه وخت چې په خپله د وخت لوی څارنوال جان اشکرافټ په روغتون کې جراحي عملیات کړي وو او د لویې څارنوالۍ چارې ده ته پاتي شوي وې.

د هغه انکار د سپینې ماڼۍ دوه لوړ پوړي چارواکي دې ته اړ کړل چې په روغتون کې بستر ښاغلی اشکرافټ مخفي پروګرامونه منظور کړي.


ښاغلي کامي وروسته وویل چې نوموړې پریکړه یې د مسلکي ژوند تر ټولو ګرانه پریکړه وه.

سپنه ماڼۍ وايي چې ښاغلي کومي په خپل کار کې چې د امریکا د ارزښتونو او امنیت څخه دفاع وکړي جدیت، اصولو ته احترام او صداقت څرګند کړی دی.
XS
SM
MD
LG