د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د ټرمپ په هکله د نړۍ اندېښنه حق په جانبه ده


د امریکا ولسمشر بارک اوباما وايي چې د نړۍ مشران د امریکا د ۲۰۱۶ کال د جمهوري ریاست په انتخاباتو کې د ډونالد ټرمپ پر حضور اندیښمن دي.

ولسمشر اوباما وویل چې نړۍ ځکه امریکا ته خاصه پاملرنه کوي چې متحده ایالات په نړیوال نظم او سیستم کې کلیدي رول لوبوي.

ښاغلي اوباما دا خبرې د جاپان د اسې شیما په ښار کې د ۷ بډایوو هیوادونو په عالي غونډه یا جي سیون کې وکړې .

،،زه فکر کوم چې دا مناسب دی چې دوي د جمهوري غوښتنکي ګوند د نوماند کاندید ډونالډ ټرمپ په هکله حیران شوي دي. دوي مطمین نه دي چې هغه [ټرمپ] د هغو مسایلو په هکله څومره جدي دی چې په دې ورستیو کې یې مطرح کړي دي. خو هغوي حق په جانب دي چې د هغه په هکله اندښمن وي ځکه زیات شمیر وړاندیزونه چې ټرمپ مطرح کړي دا ښيي چې یا خو هغه د نړیوالو مسایلو څخه بې خبره دی او یا هم بې باکه دی او یا هم داسې ده چې هغه غواړي چې په رسنیوو کې سرخطونه جوړ کړي او پر ټویټر باندې ټویټونه خپاره کړي ددې پرځای چې دا فکر وکړي چې د امریکا د خوندیتوب، سوکالۍ او آرامۍ دپاره باید څه وشي او د نړۍ د نظام د تامین دپاره باید څه وشي.،،

ښاغلي اوباما وویل چې هغه او د نړۍ د ۷ بډایوو هیوادونو نورو مشرانو پر هغو مسایلو او ګواښونو بحثونه وکړل چې نړیوال اقتصاد اوس مهال ورسره مخ دی او پر هغو لارو چارو یې بحث وکړ چې د امریکا د اقتصادي رشد دپاره باید څه وشي.،،

د یادونې وړ ده چې د امریکا د جمهوري ریاست په هکله په بحثونو کې د ټرمپ هغه نظریاتو ډیره پاملرنه جلب کړې چې هغه یې د مکسیکويي کډوالو او مسلمانانو په هکله لري.

دغه راز ټرمپ د جنوبي کوریا او جاپان څخه د امریکايي ځواکونو د ایستلو مسله هم مطرح کړې ده او ویلي یې دي چې دواړو هیوادونو ته به اټمي وسلې ورکړي چې د شمالي کوریا د ګواښ په مقابل کې د ځان څخه دفاع وکړی شي.

XS
SM
MD
LG