د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما د حکومت د استخباراتي برنامو ملاتړ وکړ


د امریکا ولسمشر بارک اوباما د حکومت د هغو پروګرامونو څخه دفاع کړې ده چې ځینو استخباراتي سازمانونو ته اجازه ورکوي چې د خلګو د ټلفونو څخه معلومات غونډ کړي او په امریکا کې د سترو انټرنیټي کمپنینو مرکزي کمپیوټرونه وڅاري.

ښاغلي اوباما دغه خبرې نن د جمعې په ورځ د کلفورنیا په ایالت کې وکړې او وویل چې یادشويو پروګرامونو ته د ۲۰۰۶ کال راهیسي د بیا فعالیت اجازه کړل شوې وه او د دواړو ګوندونو له خوا یې پراخ ملاتړ شوی وو. ښاغلي اوباما دغه راز دا هم وویل چې دغو پروګرامونو د ترهګرۍ په ممانعت کې د پام وړ بدلون رامنځ ته کړی دی.

د هغه وخت راهیسي چې د ګارډین ورځپاڼې یې په هکله د لومړي ځل لپاره معلومات ورکړل، دا لومړی ځل وو چې ولسمشر اوباما یې په هکله په عامه خبري وکړې.

ګارډین د پنجشنبې په ورځ ریپوټ ورکړ چې د امریکا د ملي استخباراتو ادارې د میلیونو امریکايانو ټلفونونه څارل.

وروسته ګارډین او د واشنګټن پوست ورځپاڼو د یوه بل مخفي پروګرام په هکله هم معلومات خپاره کړل چې په لړ کې یې د امریکا د ملي استخباراتو ادارې یا ان اس ای او د فیډرالي تحقیقاتو ادارې یا اف بي آی په امریکا کې د نهو سترو انټرنیټي کمپنیو مرکزي کمپیوټرونو ته مستقیم لاس رسی درلودی.

پر دغو پروګرامو باندي د کانګرس د ځینو غړو او د مدني آزادیوو د ډلو له خوا چې د حکومت د پراخ څارنې د قدرت سره مخالف لري، سخت انتقادونه شوي دي. دغه قدرتونه حکومت ته ګانګرس د سپټمبر د ۱۱ مې نېټې د بریدونو وروسته ورکړل.

خو ولسمشر اوباما وویل چې کانګرس ته د دغو پروګرامونو په هکله د پیل نه معلومات ورکړل شوي وو.

ښاغلي اوباما وویل چې د خلګو په خصوصي ټلفونونو کې تر یوه حده مداخله کول جایز وه.
نوموړي وویل چې داسي نشي کیدای چې څوک سل په سله کې مصون اوسي، سل په سل کې یې خصوصي ژوند وژغورل شي او هیڅ ناراحتي ونه ویني.

همدغه راز ښاغلي اوباما دا هم وویل چې د انټرنیټ د څارلو په پروګرام کې امریايي اتباع او هغه خلګ چې په امریکا کې ژوند کوي نه دي په نښه شوي.
XS
SM
MD
LG