د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: امریکا د خلیج د متحدو هیوادونو امنیت ته ژمنه ده


.
.

جمهور رئیس براک اوباما ویلي دي چې امریکا د خلیج د متحدو هیوادونو د امنیت ساتلو د پاره په خپلو تعهداتو کلکه ولاړه ده او که هغوی ته گواښونه وشي، نو د نظامي قوې په استعمالولو باندي به هم غور وکړي.

ښاغلی اوباما پرون د پنجشنبې په ورځ د واشنگټن په شمال کې د کیمپ ډیویډ د جمهوري ریاست په تفریحي ماڼۍ کې د خلیج د همکارۍ د شورا د شپږو مشرانو او لوړ پوړو وزیرانو د عالي جرگې کوربه و.

جمهور رئیس وویل چې دا سیمه د « فوق العاده بدلونونو» او« لویو خطرونو» سره مخامخ ده.

د خلیج د شپږو هیوادونو مشران دغې عالي جرگې ته د دې د پاره راغلي دي چې د امریکا د جمهور رئیس نه دا تضمینات ترلاسه کړي چې امریکا د هغوی امنیت ساتني ته په بشپړه توگه متعهده ده.

ښاغلي اوباما وویل چې امریکا به خپلي هلي ځلي زیاتي کړي چې د خلیج د هیوادونو سره مرسته وکړي چې د هرډول گواښونو جواب ووایي. په دې کې به د نظامي تمریناتو زیاتیدل او د توغوندیو د دفاع د سیسټمونو پیاوړتیا او د چټک جواب ویلو قابلیتونه شامل وي.

د خلیج هیوادونه دا اندیښنه لري چې د دوی د لوی سیال هیواد ایران او د نړۍ د لویو طاقتونو تر منځ به ذروي موافقه په ایران باندي د بندیزونو د کمولو سبب شي او ایران به دسیمي زیات تیری کونکی هیواد سي.

بحرین، کویټ، قطر، عمان، سعودي عربستان او متحده عربي امارات د خلیج د همکارۍ د شورا شپږ غړي هیوادونه دي.

XS
SM
MD
LG