د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما: د وسلو پیردونکو جرمي سابقه کتل د خلکو ژوند ژغوري


جمهور رئیس اوباما پدې جنجالي مسلې د سي ان ان تلویزیون په یوه پروګرام کې د خلکو سره مخامخ وغږیده او د هغوی پوښتنو او نظریو ته یې ځوابونه ویل.

اوباما کوښښ کوي چې د وسلو د اخیستونکو لپاره داسې یوه ډیټابیس جوړ کړي چې د وسلو د اخسیتلو نه مخکې د هغوي جنایي سابقه وکتل شي.

غونډه د ویرجینا ایالت د فیرفکس ښار د جورج میسن د پوهنتون په یوه تالار کې جوړه شوې وه او خلکو مخامخ د جمهور رئیس براک اوباما نه پوښتنې کولې.

په بحث کې د تلویزیون لخوا دوه ډلو ته بلنه ورکړل شوې. یوه هغه چې د وسلو د لرلو لپاره د زیاتو قوانینو طرفداري کوي او بله هغه ډله چې د قوانینو د زیاتیدو سره مخالفت لري.

د امریکا جمهور رئیس براک اوباما وایي که چیرته د وسلو خوندیتوب ته پام وشي او د وسلو د اخیستونکو جنایي سابقه په سمه توګه وکتل شي، د زیاتو خلکو ژوند به وژغورل شي. ښاغلی اوباما وایي د کار د اساسي قانون د هغې مادې په رڼا کې کیدلی شي چې خلکو ته د وسلو د اخیستو حق ورکوي.

جمهور رئیس اوباما وایي " د جنایي سابقي په کتلو سره خلک د وسلو د اخیستلو څخه نه منع کیږي." اوباما وایي په اوسني سیتسم کې داسې خلاګانې شته دي چې یو څوک کولی شي "پرته لدې چې جرمي سابقه یې وکتل شي، پوه یوه ایالت کې وسله اخلي او بیا همدا وسله په بل ایالت کې د ګټې لپاره خرڅوي."

ښاغلي اوباما وویل " د امریکا په متحده ایالاتو کې داسې ځایون هم شته چې حتی "یو دولس کلن کس کولی شي ټوپک واخلي."

جمهور رئیس اوباما پدې غونډې کې وویل " پولیس اکثره وخت نه پوهیږي چې څوک به په راتلونکې کې جنایت وکړي" اوباما وویلد کنیټیکټ په ایالت کې کوم کس چې په ښوونځي کې یې شل ماشومان وژلي و، "هیڅ جرمي سابقه یې نه درلوده."

جمهور رئیس زیاته کړه " هیڅوک د دې ضمانت نشي کولی چې وسلې به د مجرمینو لاس ته نه ورځي خو که چیرته د جنایي سابقې کتل په دقت سره وشي، د وسلې اخیستل به سخت شي او هم به د وسلو قیمت زیات شي. "
په غونډې د ټوپ لرونکو ملي اتحادېې ته هم بلنه ورکړل شوې خو د دې اتحادې په استازیتوب هیچا ګډون نه و کړی. جمهور رئیس اوباما دغې ډلې ته په اشارې وویل " زه خوښ یم چې د هغوي سره کښینم او خبرې وکړم خو پدې شرط چې هغوي ریښتیا ووایي. "

XS
SM
MD
LG