د لاس رسي وړ اتصالات

د امریکا سترې محکمې اوباما ته غټه کامیابي ورپه برخه کړه


نن د پنجشنبې په ورځ دامریکا سترې محکمې جمهوررئیس اوباما ته یو غټ بریالیتوب ور په برخه کړ. دهغه د روغتیا جنجالي پلان د نهو قاضیانو په مجلس کې پنځه د څلورو په مقابل کې په خپل حال پاتې شو. د اوباما د روغتیا په پلان کې ویل شوي دي چې پکار ده ټول امریکا یان دروغیتا بیمه واخلي اوکه نه نو له جرمانې سره به مخ شي.

د سترې محکمې قاضي جان رابرتس دقاضیانو د اکثریت په رایه کې ولیکل چې د امریکا اساسي قانون مالیه تائیدوي نو دا د محکمی وظیفه نده چې ممنوع ېې کړي او یا منظور ېې کړي. مطلب دا چی د دغه قانون په معقولیت او یا په انصاف برابروالی باندی فیصله وکړي.

قاضی ستېفن برېر ، روت بېډر گېنزبرگ، ایلینا کیگن او سونیا سوتومایور له رابرتس سره ېوځای راېې واچولې چې دا قانون په خپل حال پاتې شي. د اوباما ادارې تر دې مخکي هم استدلال کړی و چې هرامریکا یي به بالاخره په یو وخت کې دروغتیا بېمې ته اړتېا ولری نو دا کار چې بیمه واخلی له اساسی قانون سره برابر کاردی.

د بېمی لپاره پرته له دینه بله عملي لاره نشته. په امریکا کې 26 ایالتونو ددغه قانون خلاف ستری محکمی ته عرض کړی و. هغوي ددې کار خلاف مبارزه کوله چې افراد دې ته نشی اړکېدلی چې دروغتیا بیمه واخلي ځکه دا یو داسي شی دی چې یا یې ښايي ونه غواړی او یا ورته ضرورت ونلری.

رپوټ وايی چې دغه قانون به د سږکال د جمهوري ریاست په ا نتخاباتو کې د جمهوری گوند او دیموکراتانو ترمنځ داختلاف ستره موضوع وي.

XS
SM
MD
LG