د لاس رسي وړ اتصالات

د ولسمشر اوباما د مهاجرت اجرایی اقدام - د کانګرس غبرگون


په امریکا کې زیات شمیر هسپانیوي نژاده خلګ د ولسمشر اوباما د تیر ماښام د اعلان هرکلی کوي چې په لړ کې به یې په میلیونو بې اسناد مهاجرین د امریکا څخه ونه شړل شي. په عین حال کې د کانګرس ځینو غړو بیا خپګان څرګند کړی دی او ویلي یې دي چې دوی به د ولسمشر اوباما د اقدام پرضد اقدام وکړي.

د ولسمشر اوباما د مهاجرت د اجرایی اقدام د اعلان وروسته به تر ۵ میلیونو پوري کډوالو ته چې په امریکا کې په غیر قانوني ډول اوسېږي، موقته اجازه ورکړل شي چې په امریکا کې واوسېږي.

ولسمشر اوباما داسي وویل "دغه اقدام به چا ته په امریکا کې د دایمي اوسیدو اجازه ورنکړي نه به چا ته د امریکا د تابعیت امتیاز ورکړي . دا کار د کانګرس دی مونږ یواځي دومره وايوو چې تاسي به د امریکا څخه ونشړل شی."

اوباما: د امریکا څخه د خلګو شړل د امریکايي ارزښتونو خلاف کار دی

ولسمشر اوباما د خپل اداري صلاحیت څخه کار اخلي او کانګرس د پامه غورځوي. د هغه مخالفین وايي چې په دې کار سره ولسمشر هغو کسانو ته عفوی کوي چې په امریکا کې یې د قانون څخه سرغړونه کړې ده. ولسمشر وايي چې عمومي عفوی مناسب اقدام نه دی خو په عین حال کې د ټولو شړل هم مناسب کار نه دی.

هغه داسي وايي "د ټولو شړل نه یواځي دا چې ناممکنه کار دی بلکې زمونږ د اصولو خلاف اقدام هم دی. هغه څه چې زه توصیه کوم هغه د حساب ورکونې او منطق مینځنۍ لاره ده. "

ډیانا راموس ۲۳ کاله عمر لري او په مکسیکو کې پیدا شوې ده هغه وايي چې د ولسمشر اوباما اقدام به د هغې د پلار او مور سره مرسته وکړي چې په امریکا کې د اوسیدو اسناد نلري خو امریکايي اولادونه لري.

راموس داسې وايي "دا اعلان مونږ ډیر زیات اوسا کړلوو او اوس به مونږ نور په ویره کې ژوند نه کوو."

پیلر ګلویز چې یوه امریکايي ده او په ایلسوادور کې پیدا شوې ده وايي چې دغه اقدام به د زیات شمیر هغو کسانو سره مرسته وکړي چې د هغې د پلرني هېواد څخه امریکا ته راغلي دي.

هغه داسي وايي "زه خوشحاله یم چې ولسمشر اوباما دا کار د هغو کورنیوو دپاره کوي چې ډیر زیار باسي چې خپلو کورنیوو ته نفقه برابره کړي او امریکا ته کار کوي."

د جرمي سابقې لرونکو مهاجرو برخلیک به څه وي؟

خو تیریسا چې یوه امریکايي تبعه ده او د ایکواډور څخه راغلې ده په دې پاور ده چې ولسمشر د کانګرس سره په ګډه کار نه کولو سره د مهاجرت په برخه کې دایمي حل ځنډوي.

هغه داسي وايي "کانګرس او ولسمشر باید په ګډه کار سره وکړي چې داسي یو پلان جوړ کړي چې زیات شمیر خلګو ته یې ګټه ورسېږي."

دغه راز تیریس په امریکا کې د بې اسنادو مهاجرو په هکله چې جرمي سابقې لري اندېښمنه ده.

خو ولسمشر اوباما وايي چې د هغه د پلان په لړ کې به سرحدات ټینګ شي او جرمي سابقه لرونکي بې اسناد کسان به خپلو هېوادونو ته وشړل شي.

جمهوري غوښتونکي: ولسمشر د تیرو انتخاباتو نتایج د پامه غورځوي

لیکن د کانګرس جمهوري غوښتونکي بیا په غوصه دي او وايي چې ولسمشر اوباما داسي اقدامات کوي چې د صلاحیتونو څخه یې وتلي دي.

مېچ میکانل چې د راروان کال د جنورۍ په میاشت کې به د امریکا د سنا یا مشرانو جرګې د اکثریت مشر شي وايي چې ولسمشر اوباما د کانګرس د څو اونۍ مخکي انتخاباتو نتایج دپامه غورځوي چې په لړ کې یې جمهوري غوښتونکو د ډیموکراتانو څخه د سنا په مجلس کې اکثریت وګټی.

هغه داسي وايي "که چیري ولسمشر اوباما د خلګو د ارادې برخلاف اقدام وکړي او پر هېواد باندې خپله اراده تحمیل کړي نو کانګرس به عکس العمل وښيي. مونږ پر بیلابیلو لارو باندې غور کوو. په دې کې هیڅ شک مه ګڼیْ چې کله د خلګو نوي ټاکل شوي استاځي خپلې څوکۍ ونیسي نو هغوي به عکس العمل څرګند کړي."

زیات شمیر جمهوري غوښتونکي پر ولسمشر باندې تور لګوي چې هڅه کوي ټولو ته غیرقانوني عفوی اعلان کړي او دا چې هغه د خپل صلاحیت څخه ناوړه ګټه اخلي.

د ټکساس د ایالت څخه جمهوري غوښتونکی سناتور جان کورنیان داسي وايي "خیر دا به ومنو چې هغه د محاکمې او بیرته شړلو مخه نیسي او دا کار کوي خو ولسمشر اوباما د دې صلاحیت د کومه کوي چې دغو په میلیونو کسانو ته د کار رسمي اجازې ورکړي."

ځینو ډیموکراتانو د ولسمشر اوباما جرت وستایه

په عین حال کې د استاځو د مجلس یا ولسي جرګې او د مشرانو د جرګې یا سنا یو شمیر ډیموکرات غړو بیا د ولسمشر اوباما ستاینه وکړه چې د جرت څخه یې کار واخیستی، کورني ارزښتونو ته درناوی کوي او نه پرېږدي چې کورنۍ سره بیلې شي.

ډیموکرات سناتور ډېک ډوربین وايي چې هغه خلګ چې ولسمشر مرسته ورسره کوي مجرمین نه دي بلکې زحمت کشه خلګ دي چې کار کوي. ډوربین هغه تورونه هم ردوي چې وايي د ولسمشر اوباما اقدام په اصل کې عمومي عفوی ده. هغه داسي وايي "که چیري هیڅ څه ونشي او اوسنی د مهاجرت سیستم پر خپل حال پرېښودل شي. دا عفوی ده. هغه څه چې ولسمشر یې کوي هغه د مسولیت احساس او حساب ورکونه ده."

د یادونې وړ ده چې د کانګرس جمهوري غوښتونکي غړي وايي چې دوي اوس هم پر دې غور کوي چې د ډیسمبر په میاشت کې د رخصتیوو نه د راستیدو وروسته څنګه د ولسمشر اوباما اقدام ته ځواب ووايي.

جمهوري غوښتونکی استاځی سټیف کېنګ وايي چې د استاځو مجلس ښايي یوه داسي لایحه تصویب کړي چې د ولسمشر اوباما اقدام رد کړي.

په عین حال کې ټاکل شوې چې د استاځو مجلس او سنا د ډیسمبر په میاشت کې د حکومت د لګښت بودیجه تصویب کړي او داسې آوازې دي چې جمهوري غوښتونکي ښايي د دې لایحې څخه ګټه واخلي چې د ولسمشر اوباما د مهاجرت پر فرمان باندې فشار راولي.

خو اکثره جمهوري غوښتونکي وايي چې دوي نه غواړي چې بیا د امریکا حکومت بودیجه ونلري او فعالیتونه یې بند شي. د امریکا حکومت د ۲۰۱۳ کال د اکټوبر په میاشت کې د " شټ ډون" سره مخ شو او فعالیتونه یې د ۱۶ ورځو دپاره بند شول.

XS
SM
MD
LG