د لاس رسي وړ اتصالات

اوباما په ډالس کې وژل شوي پولیس وستایل


د امریکا ولسمشر براک اوباما پرون د سه شنبې په ورځ د ډالس په ښار کې هغه ٥ پولیس ستائلي دي چې د ډالس په ښار کې په یوې مظاهرې کې وژل شوي وو.

دا په امریکا کې په تیرو ١٥ کلونو کې د امنیتي ځواکونو لپاره تر ټولو خونړۍ ورځ وه. ولسمشر اوباما وویل چې دا د امریکا په دیموکراسۍ کې مشکل ته یوه اشاره ده. هغه زیاته کړه چې ځیني خلک ادعا کوي چې امریکایان په خپلو کې تقسیم شويدي مگر د هغوي دغه ادعاگانې بی اساسه دي.

هغه زیاته کړه چې زه په دې پوهیږم چې امریکایان څه احساسوي، زه دلته د دې لپاره راغلی یم چې تاسو ته ووایم چې مونږ له مایوسه کیدل نه دي پکار. مگر ځیني خلک پرته له دی چې څه نیت او اراده ولري، غواړي چې ټول پولیس متعصبه او تنگ نظ‏ره معرفي کړي مگر مونږ د هغو پولیسو خدماتو ته نه گورو چې مونږ پرې د خپل ژوند لپاره تکیه کوو.

د امریکا یو پخواني عسکر میکاه جانسن چې ٢٥ کلن وو، د تیرې پنج شنبې په ورځ په هغه مظاهرو کې پنځه پولیس ووژل چې په دغه ښار کې د پولیسو لخوا د یو تور پوستي د وژل کیدو په ضد جوړې شوي وی. په خپله جانسن ورسته بیا پولیسو وواژه.

اوباما چې په ډالس کې یې په لسگونو پولیسو او ملکیانو ته وینا کوله، د خلکو نه وغوښتل چې د اوسني نژادي تعصب په ضد کلک او ریښتونی دریځ غوره کړي.

اوباما زیاته کړه چې مونږ په دی پوهیږو چې د امریکا د پولیسو اکثریت ډیر سخت کار کوي، خپل دنده په شفافیت ترسره کوي، او دوي زمونږ د ستائنې او درناوي حقدار دي مگر د غوسې او د قهر نه.

اوباما وویل چې په تیرو څو کلونو کې په امریکا کې نژادي تبعیض کم شویدی خو په مکمله توگه ندی ختم شوی.

د اوباما دوینا په دوران کې پنځه څوکۍ د پنځو وژل شوو پولیسو په احترام خالي وی.

د ډالس ښار وال مائک رالنگ هم وژل شوو پولیسو ته درناوې وکړ او د هغوي په هکله یې وویل چې هغوي په مشکل وخت کې سوله ساتله، هغوي د سولې لپاره ووژل شول. کله چې دغه پولیس ووژل شول نو د ټول ښار روح وځوریده. نن مونږ ته پکار ده چې متحد شو.

د امریکا د ولسمشر مرستیال جو بایډن او پخواني ولسمشر جارج ډبلیو بش هم په دغې غونډې کې گډون کړی وو.

XS
SM
MD
LG